1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوريې د سولي کنفرانس پرانيستل سو

مسعود جهش/ آژانسونه۱۳۹۲ بهمن ۲, چهارشنبه

تر ډیرو هلو ځلو وروسته د چهارشنبې په ورځ د سوریې په اړه د «ژنیو۲» په نوم کنفرانس د سویس په مونترو ښار کې جوړ شو. له تمي سره سم کنفرانس له اختلافاتو ډک وو.

https://p.dw.com/p/1AvTN
انځور: Fabrice Coffrini/AFP/Getty Images

په دغه کنفرانس کې نه یوازي د سوریې حکومت استازو او مخالفینو یو له بل سره ډیر مخالف نظرونه لرل، بلکي نړیوال قدرتونه هم په ډیرو مواردو کې د سوریې پر سر په یوه خوله نه ول.

خو د ملګرو ملتونو د عمومي منشي بان کی مون له پاره تر ټولو لویه خبره دا وه چې تر ډیري مودې وروسته بیا د سوریې په جګړه کې ښکیل اړخونه یو له بل سره خبرو اترو ته ناست دي. هغه له همدې کبله هیله څرګنده کړه او ویې ویل: «ستاسو حضور دلته هیلي رامنځ ته کوي. زه په دې خبره قانع یم چې که څومره هم دا کار ستونزمن وي، د سوریې په شخړه کې ښکیل تاسو اړخونه کولای شئ چې په دې کنفرانس کې د نورو ښکیلو اړخونو په مرسته یوه نوي پیل ته ورسیږی.»

خو ښايي د ښکیلو اړخونو تر منځ اختلافونو ته په کتو سره، د نوي پیل هیلې ډیري خوشبینانه وي. د کنفرانس له پیلیدو سره د سوریې د حکومت د اپوزیسیون مشر احمد جربا، د دغه هیواد پر ولسمشر بشارالاسد، باندي تور ولگاوه چې د نازیانو په شان یې جنگي جنایتونه ترسره کړي دي او د بشارالاسد حکومت له استازو یې وغوښتل چې د ژنیو دوه په کنفرانس کې سمدستې د واک د لیږدولو یو نړیوال پلان جوړ کړي.

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر ولید معلم، بیا دا روښانه کړه چې اسد به د نړیوالو فشارونو پر وړاندې پر گونډو نه شي او پر هغو افراطي ډلو باندې یې نیوکې وکړې چې ویل کیږي له ترهگرو سره اړیکې لري.

د ژنیو دوه کنفرانس لا تر پیلیدو مخکې هم د اختلافاتو په یوه مرکز باندې بدل شوی وو. آن تر دې سرحده پوري چې د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون، یې دې ته اړ کړ چې له خپلې پریکړي راوگرځي.

هغه تر دې دمخه ایران ته بلنه ورکړې وه چې په دې کنفرانس کې گډون وکړي خو کله چې د اسد د رژیم اپوزیسیون په دې موضوع خبر شول، نو بان کي مون ته یې په ډاگه کړه چې یا به دوی د سوریې په کنفرانس کې گډون کوي او یا به ایران. په دې ترتیب سره بان کي مون هم له ایران څخه خپله بلنه بیرته واخیسته او د سوریې په اړه کنفرانس د ایران له گډون پرته پر مخ ولاړ.

د ژینو دوه کنفرانس د امریکا متحده ایالاتو، روسیې او ملگرو ملتونو له خوا رابلل شوی دی. په دې کنفرانس کې د نظر مخالفت یوازي د سوریې په شخړه کې د ښکیلو اړخونو په نظرونو کې نه خلاصه کیږي. امریکا او روسیه هم د سوریې د شخړې حل له بیلا بیلو لارو عملي بولي.

امریکا چې د سوريې د پاڅون کوونکو ملاتړ کوي وایي چې د دغه هیواد په یوه راتلونکي احتمالي انتقالي حکومت کې بشارالاسد ته هیڅ ځای نه شته. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېړي په ژنیو دوه کنفرانس کې پر همدې موضوع باندې ټینگار وکړ او ویې ویل: «دغه حکومت د داسې یوه کس له خوا جوړیدای نه شي چې د شخړي په کوم اړخ پوري تړاو ولري. دا په دې معنی ده چې بشارالاسد کولای نه شي چې د یوه انتقالي حکومت برخه وي.»

دا هغه څه دي چې روسیه یې نه مني. دغه هیواد د بشارالاسد رژیم له نزې ملاتړو څخه بلل کیږي چې د سوریې په راتلونکي احتمالي انتقالي حکومت کې د اسد پر حضور باندې ټینگار کوي.

دا یوازي امریکا او روسیه نه دي چې په نړیواله کچه د سوریې په شخړه کې د بېلابېلو اړخونو ملاتړ کوي. سعودي عربستان چې د سوریې د پاڅون کوونکو ملاتړی دی، پر ایران او حرب الله باندي په کنفرانس کې غږ وکړ چې د اسد رژیم له ملاتړ څخه لاس واخلي.

په کنفرانس کې د شخړي د حلیدو په موخه کوم د پام وړ پرمختگ و نه شو خو ټولو گډونوالو په دې هیواد کې د خراب بشري وضعیت په اړه اندېښنه څرگنده کړه او له ملکیانو سره یې د مرستو غوښتنه وکړه.