1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

د سوريي کردانو د داعش اته بهرني جنګیالي نیولي

۱۳۹۷ دی ۲۰, پنجشنبه

په سوریه کې د داعش ډلې سره په جګړه کې د امریکا له ملاتړه برخمنو کردي جنګیاليو د یوه آلماني او یوه امریکايي په ګډون اته بهرني جنګیالي نیولي دي. یادې ډلې ویلي دي چې تراوسه پورې یې شاوخوا ۱۰۰۰ تنه بهرني جنیګالي نيولي دي.

https://p.dw.com/p/3BI20
Syrien, Al-Rakka: Soldaten der Syrischen Demokratischen Kräfte (SDF)
انځور: picture alliance/dpa/M. Umnaber/dpa

د چهارشنبې په ورځ په سوریه کې د داعش ډلې پر ضد جنګیدونکو د سوریې د ديموکراتیک ځواکونو استازو چې د کردانو د خلکو د مدافع واحدونو یوه برخه ده، ویلي چې دوی د داعش ډلې اته بهرني جنګیالي يې نیولي دي.

د کردانو د ديموکراتیک ځواکونو چارواکي ریدو شیلیل وویل: «دغې ډلې د کردانو د ديموکراتیک ځواکونو پر ضد د یوه ترهګریز برید له پاره تابیا نیوله او موږ په دې باور یوو چې دغه ډله په وروستیو ورځو کې پر کردانو د یو شمیرو نورو بریدونو ترشا هم لاس لري.»

د دغو نيول شويو بهرنیو جنګیالیو په ډله کې ۳۱ کلن آلماني هم شامل دی چې احتمالاً د آلمان د دورتمند ښار اوسیدونکی دی. په دې کسانو کې یو بل ۱۶ کلن امریکايي هم شامل دی. د نورو نیول شوو کسانو د هویت په هکله ویل شوي چې نور جنګیالي د روسيې اوکراین، قزاقستان، تاجکستان او ازبکستان اتباع دي.

د آلمان څارنوالان وايي چې احتمالاً نیول شوی آلمانی وګړی به د آلمان د دورتمند ښار اوسیدونکي افراطي شوی لوکاس جي. وي. د «ډیر شپیګل» په نامه یوې آلمانۍ خبري مجلې رپوټ ورکړی چې نوموړی کس د آلماني استخباراتي سازمانونو له څار څخه په وتلو بریالی شوو او د آلمان د جنايي فدرالي پولیسو د معلوماتو له مخې نوموړي په ۲۰۱۴م کال کې سوریې ته سفر کړی دی.

سربیره پر دې په آلمان کې څارنوالانو تر دې وړاندې د ۲۰۱۶م کال په اکتوبر میاشت کې د بهرنیو ترهګریزو سازمانونو د غړیتوب د شک په تړاو د لوکاس جي په نامه د دغه کس په هکله پلټنې پیل کړي وې. چارواکو هغه مهال د داعش په ډله کې د لوکاس د مهم مقام او ځای په هکله معلومات او مدارک نه وو موندلي.

Syrien Hasakeh Provinz SDF & US Marine Corps Kolonne
انځور: Getty Images/AFP/D. Souleiman

د کردانو د خلکو مدافع واحدونو یا (YPG) چي د داعش ډلې پر ضد مبارزه کې د امریکا په مشرتوب د ائتلاف یوه برخه ده، هڅې کوي څو د سوریې په ختيځه برخه کې د عراق پولې ته څیرمه د داعش وروستي سنګرونه له منځه یوسي او دغې ډلې ته ماته ورکړي.

تیره اونۍ، داعش جنګیالیو د کردانو ديموکراتیک ځواکونو پر ضد یو لړ تهاجمي بریدونه هم پیل کړل چې له امله یې د کردانو د یادې ډلې شاوخوا ۲۳ جنګیالي ووژل شول او۳۰ نور ټپیان شول.

د کردانو ديموکراتیک ځواکونه چې نړیوال ائتلاف يې ملاتړ کوي، وايي چې دوی تر اوسه پوري د فراط په ختيځه تراډه کې شاوخو ۱۰۰۰ بهرني جنګیالي نیولي دي. یادې ډلې همدا راز زیاته  کړې ده چې پر نیول شوو کسانو سربیره دوی ۵۵۰ میرمنې او۱۲۰۰ داسې ماشومان نیولي چې له یادو جنګیالیو سره یې ګډ ژوند کاوه.

زموږ له آرشیف څخه: