1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سودان او سويلي سودان ولسمشرانو سره وليدل

۱۳۹۱ تیر ۲۵, یکشنبه
https://p.dw.com/p/15Y1C

د سودان او سويلي سودان هيوادونو ولسمشرانو د دواړو هیوادونو تر منځ تر شخړې درې میاشتې وروسته لیدلي دي. د سودان ولسمشر عمر البشير، د سويلي سودان له ولسمشر سالوا کي اير، سره د ايتوپيا يا حبشې په پلازمینه اديس ابابا، کي وليدل.

په دغه ښار کي د يکشنبې په ورځ د افريقايي ټولنې سرمشريزه پیلیدونکې ده. له سودان څخه د سرچینو په وينا د دواړو مشرانو تر منځ خبرو اترو په ساعتونو دوام کړی دئ.

دواړه هيوادونه پر پوله د غني تيلو د منابعو د ملکيت دعوا کوي، چي په دې ترڅ کي سودان يو شمیر دغو سيمو ته خپل سرتیري لېږدولي دي او پر سويلي سوداني سيمو ئې بمبارۍ کړې دي.