1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوات د کډوالو حال يا د ٬جنت٬ په خلکو باندی ،دوزخ،

۱۳۸۸ اردیبهشت ۲۲, سه‌شنبه

کمپونه ټول د مهاجرينو او کډوالو څخه ډک دي او هره ورځ نور هم پر اضافه کيږي. اوس بايد نوي کمپونه جوړ سي.

https://p.dw.com/p/HoaJ
په سلهاوو زره خلک له سوات نه نورو ځايونو ته کډوال شوی دي
په سلهاوو زره خلک له سوات نه نورو ځايونو ته کډوال شوی ديانځور: AP

په آزاده منطقه کي داسي کمپونه، چه سپين کوچنۍ خيمې پکښي ولاړي دي او سر اوپای يې نه معلوميږي.

اوبه کمي دی، تشنابونه لږ دي او تر ټولو دمخه د حجاب او شخصي ژوندانه د پاره هيڅ شی نسته. یوازی سوځونکی لمر دی او ګرمي ۴۰ درجو ته رسيدلې ده. لیکن وني هم نسته چه سايه وکي. په خيمو کي خلګ د ډيری ګرمۍ څخه سوځی، او دغه حالت خاصتأ د ښځو دپاره ډير خراب دی چه بايد د پرديانو څخه پټي سي ،لکه پخپلو کوروکي.

عاقله يوه استثنايی ښځه ده. دغه ۵۳ کلنه کونډه په آزاد ډول د ژورنالسټانو سره خبري کوی. دا د سوات د درې څخه د خپلو ۱۱ عيالو او لمسيانو سره راتښتيدلې ده او د مردان يوه نژدې کمپ ته تللي دي.

تر هغه وروسته چه پاکستاني پوځ د تيري يکشنبې په ورځ د څو ساعتو دپاره د سوات ددرې لار خلاصه پريښول، نو دې او عيالو يې وکولای سول راوتښتي. دا وايي:

« د هوا څخه راباندي هري خواته بمونه اوريدل، برق قطع ؤ،او هيڅ اوبه مو نه درلودې. موږ بله هيڅ لار نه درلودل ،او بايد تښتيدلي وای. موږ خپل يوازنی ثروت يعني رمې پريښولې.»

دا وروسته په ژړا شروع کوي ،خپل مخ په پوړني پاکوي، او د پاک خدای څخه کومک غواړي.»

د ملګرو ملتو د معلوماتو پر اساس په تيره اونۍکي د پاکستان د پوځي عملياتو د پيل کيدو راهيسي په کمپو کي ۳۶۰ زرو کډوالو ځانونه ثبت کړيدي. خو د مهاجرينو حقيقي تعداد نور هم زيات دی ،ځکه چه ډيريو ددوستانو او خپلوانو سره د اوسيدو ځايونه پيدا کړي دی ،يايې هم ځايونه په کرايه نيولي دي.

هلته د سوات په دره کي پاکستانی پوځ د ټانکونو او نورو درنو وسلو څخه کار اخلي، د هوا څخه جيټ او هيليکوپترونه بمونه اچوي، او په خالي او پريښودل سوو کورو کي پاکستاني طالبانو او ددوی متحدينو مورچلونه نيولي دي.

د منګورې د مرکز څخه د نواب علي دپاره داټول د يوه خراب خوب غوندي دی ،چه دی د هغه څخه نسي راويښيدلای.

منګوره په دې منځ کي د ارواحو په يوه ښار تبديله سوې ده.

خو سربيره پر هغه په کمپو کښي ډير خلګ د پاکستان د نظامي عملیاتو سره تفاهم ښيي،چه که څه هم دوی اکثريت پښتانه دی، لکه په پاکستان اوافغانستان کښي طالبان هم.

خو پر خپله مځکه باندي بيا هم د وروڼو تر منځ جنګ د زغم وړ ندی. او په هره اندازه چه پوځي عملیاتو دوام کوي او ورسره نړيدل، ملکي تلفات او مهاجريدل ډيريږي، په هغه اندازه به پوځ او حکومت د خلګو ملاتړ د لاسه ورکي.

قاسم نوری
کتونکی: يحيی وردک