1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سنا مجلس د انتصابي غړو د کار موده پای ته رسيدلې

۱۳۸۹ آذر ۲۹, دوشنبه

د افغانستان د سنا مجلس ۱۰۲ تنه غړي لري چي۳۴ غړي يې انتصابي د ولسمشر کرزي له لوري په مستقيم ډول دغه مجلس ته ور پيژندل کيږي.

https://p.dw.com/p/QgE3
دا په داسي حال کي ده چي د سنا مجلس غړي د دلوي مياشتي تر لومړۍ نيټې پوري په رخصتۍ کي دي.
دا په داسي حال کي ده چي د سنا مجلس غړي د دلوي مياشتي تر لومړۍ نيټې پوري په رخصتۍ کي دي.انځور: AP

په پارلماني چارو کي د دولت د وزير وياند وايي چي ټاکل سوي ولسمشر کرزی تر راتلونکي يوې مياشتي پوري نوي انتصابي غړي دغه جرګې ته ور وپيژني.

د سنا جرګه ګۍ مشر صبغت الله مجديدي هم له هغو کسانو څخه دی چي نن يې د کار رسمي موده پای ته رسېدلې ده.

په پارلماني چارو کي د دولت د وزارت وياند نعمت الله بشرمل وايي چي د اساسي قانون د ۸۴ مادي له مخه نور د مشرانو جرګې انتصابي غړو د کار موده پای ته رسيدلې ده.

« د مشرانو جرګې انتصابي غړي چي د دغه جرګې له درو برخو يوه جوړوي سر له ننه يې د کار موده پای ته رسيدلې او ولسمشر به د يوې مياشتي په اوږدو کي نوي انتصابي غړي دغه جرګې ته ورپيژني».

د مشرانو جرګي د انتصابي غړو د ماموريت موده په داسي حال کي پای ته رسيدلې چي د پارلمان ماڼۍ ته د ولسي جرګي د پخوانيو يو شمير غړو د ورتګ مخ ته لا هم خنډونه پراته دي.

د دغو وکيلانو ګڼ شمير يي پرون يو ځل بيا پارلمان ته د ننوتو هڅه وکړه خو امنيتي کسانو د پارلمان د دارالانشاه په امر د هغوی د ننوتو مخه ونيوله.

خو د مشرانو جرګې نايب عبدالهادي مسلم يار بيا وايي چي د سنا مجلس اوسني انتصابي غړي تر هغه پوري له خپلو صلاحيتونو کار اخيستلای سي تر څو چي جرګه ګۍ ته نوي غړي نه وي ور پيژندل سوي.

« تر هغه دمه پوري چي نوي غړي نوي را پيژندل سوي تر هغه پوري سناتور صاحبان له هغو صلاحيتونو څخه چي قانون او ولسمشر ورته سپارلي برخورداره دي».

دا په داسي حال کي ده چي د ثنا مجلس غړي د دلوي مياشتي تر لومړۍ نيټې پوري په رخصتۍ کي دي.

له بل لوري د افغانستان د خبريالانو او قلم ټولني د انتخاباتي مسايلو د پوښښ په اړه خبريالانو ته د لوی څارنوالۍ وروستی خبرداری له قانون سره په ټکر کي بللی دی.

لوي څارنوالۍ تيره ورځ له ټولو رسنيو غوښتي چي د انتخاباتو د لانجې تر هواريدو پوري له کارپوهانو سره له مرکو ډډه وکړي.

نن د خبريالانو او قلم ټولنو د لوي څارنوالۍ دغه کار د رسنيو له قانون سره په ټکر کي او استعمارګرانه عمل بللی دی.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل