1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د سمنگان ولایت د پېښي تر شا طالبان دي»

۱۳۹۱ تیر ۲۶, دوشنبه

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر وایي چې ښایي ‎د سمنګان ولایت د خونړۍ پېښي تر شا طالبان وي. په دغه ځانمرگي برید کې په پارلمان کې د سمنګانو د یوه وکیل په ګډون ۲۳ تنه ووژل شول او ۶۰ تنه ټپیان شول.

https://p.dw.com/p/15YFg
انځور: REUTERS

طالبانو لا تر اوسه پورې د دې پېښي پړه پر غاړه نه ده اخیستې، خو په پېښه کې ئې خپله ښکیلتیا هم نه ده رد کړې. په دې پېښه کې یوه ځانمرگي برید کوونکي د افغانستان د پارلمان د غړي احمد خان سمنگاني، د لور د واده پر مهال هغه ته ځان نزدې کړ او چاودنه ئې وکړه.

د سمنگانو په پېښه کې ډیر افغان چارواکي وژل شوي دي

په چاودنه کې د سمنگاني تر څنگ یو شمیر نور چارواکي هم ووژل شول. د هغوی په ډله کې یو هم د افغانستان په غرب کې د پولیسو مشر جنرال سید احمد سمیع، وو.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر بسم الله خان، د یکشنبې په ورځ سمنگانو ته تللی وو چې د جنرال سید احمد سمیع، د جنازې په مراسمو کې گډون وکړي.

د سمنگانو په برید کې د دې ولایت د ملي امنیت مشر محمد خان او د ملي اردو یو قوماندان محمدالله هم شامل وو. چاودنې همداراز د دولتي چارواکو په گډون شاوخوا ۶۰ تنه ټپیان کړل.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ویلي دي چې یو پلاوی د دې پېښي په اړه پلټنې کوي خو د هغه په خبره موجود شواهد ښيي چې دغه برید د طالبانو او ترهگرو له خوا پلان شوی وو:

«دا پلاوی پرون سمنگانو ته رسیدلی دئ او خپل کار ئې پیل کړی دئ. خو ما ته پولیسو او د سمنگان ولایت والي ویلي دي چې هغه شواهد چې تر لاسه شوي دي ښيي چې دا برید د طالبانو او ترهگرو له خوا پلان شوی وو.»

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر وویل چې هیله لري چې د دې پېښې تر شا کسان به ژر تر ژره ونیسي. دا په داسې حال کې ده چې د شنبې په ورځ د بغلان – کندز پر لویه لاره د افغانستان د لوړو زده کړو د وزیر د موټرو پر قطار باندې یو برید وشو چې په پایله کې ئې یوازې د هغه دوه تنه ساتونکي ټپیان شول.

د افغانستان په جنوب کې د ناټو دوه تنه سرتیري ووژل شول

په همدې حال کې په افغانستان کې میشتو د ناټو ځواکونو د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې دوه تنه سرتیري ئې د افغانستان په جنوب کې د یاغیانو په یوه برید کې وژل شوي دي.

ناټو د تل په څیر د پېښې نور جزئیات نه دي بربنډ کړي. په وروستیو وختونو کې د یاغیانو بریدونه ډیر شوي دي چې په پایله کې ئې ډیر شمیر افغان او بهرني پوځیانو او چارواکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دئ.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض