1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سلوانيا او اتريش په سرحد کي د مهاجرو حالت

جمشید فیاض۱۳۹۴ مهر ۲۹, چهارشنبه

په زرونه کډوال د اتریش او سلوانیا د پولې په مینځ کې تم دي. دوی د زیاتو اروپايي هیوادونو تر پولو اوښتي خو اتریش د خپل سرحد په خلاصولو کې زړه نا زړه دی.

https://p.dw.com/p/1GrQ5
انځور: DW/C. Martens

د سلوانیا د سینټلیج په لوی کمپ کې په سوونه کډوال بند پاتې، ځکه اتریش د کډوالو د راتیریدو مخه نیولي ده.

عبدالرحمن چې خپل درې مياشتنی زوی یې په غیږ کې ټينگ نیولی دی په دې خوشاله دی چې ښه دی چې زوی يې د اغستلو له پاره يو کميس اغوستی. هغه وايي: «تیره شپه ډیره یخني وه موږ ویره لرله چې آيا زوی به مو سبا راویښ شي او که نه».

په دغه کمپ کې د ژوند حالت ډیر سخت دی. د عبدالرحمن په وينا، هغه کیږدۍ چې کډوال پکې شپې او ورځې تیروي د یخې هوا له پاره نه دي جوړې ځيني يې د شپې له خوا باد هم وړي دي.

په دغه کمپ کې چې يخني ډېره ده او شاوخوا ۳۰۰۰ کسان پکې اوسیږي د اوبو کمښت هم احساسيږي.

عبدالرحمن چې وايي مخکي د عراق د فوټبال په ملي ټیم کې وو اوس له نورو کډوالو سره يو ځای په سلوانيا کې اتريش ته د اوښتو په تمه دی. هغه اوس له خپلي کورنۍ سره خپلې موخې ته رسېدلی او هیڅ ډار نه لري.

په پولو کې د کډوالو فشارونه

د کروشیا او سلوانیا په مینځ کې د کډوالو حالت ډير خراب دی. د سلوانیا د پولیسو یو چارواکی هم دا مني چې په دغه سيمه کې د کډوالیو حالت د زغم وړ نه دی. هغه په دې برخه کې د کروشیا دولت ملامت بولي: «موږ ټول په دې پوهیږو چې کډوال را روان دي او کره مالومات هم نشته چې څومره به نور راځي. د کروشیا اوسیدونکي موږ ته خبر راکوي چې د کډوالو بس در روان دی خو موږ نه پوهیږو چې څنګه تیاری ونیسو.»

د سلوانیا او اتریش په سرحدي پولو کې کډوال په سختو شرایطو کې شپې ورځې تیروي.
د سلوانیا او اتریش په سرحدي پولو کې کډوال په سختو شرایطو کې شپې ورځې تیروي.انځور: DW/C. Martens

د ماشومانو په اړه ویره

په هغو سرحدونو کې چې اغزن تارونه غځول شوي وي، کله چې د اغزونو سيمانو په منځ کې يوه کوچنۍ لاره خلاصه شي د ګډوالو سیل پرې رامات شي. هر مهاجر په دې لټه کې وي چې ځان وباسي.

خو عبدالرحمن بيا له دغه حالته ويره لري. هغه وايي: «زه نه غواړم چې په بیروبار کې له خپلې کورنۍ سره پر مخ ولاړ شم زه پر خپلو ماشومانو ډرایږم.

عبدالرحمن له سوونو نورو کډوالو سره یو ځای د سلوانيا په سرحد کې پروت دی. هغه په یوه لاس خپل ماشوم او بل بکسونه نیولي دي چې د سلوانيا له سرحده تېر او اتريش ته واوړي. خو د اتریش پولیس له مهاجرو سره مرسته نه کوي او نه يې لارښوونه کوي چې چيري ولاړ شي.

عبدالرحمن اوس یوازې اوښکې تویوي. هغه وايي: «په سلووانیا کې را ته وویل شول چې تاسو به اتریش ته اوړی، خو د اتریش له خوا را ته وویل شول چې نور پر مخ نه شي تللی.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب