1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سريلانکا په جنوب شرق کي د يوه بمي بريد په نتيجه کي 26 نفره وژل سوي دي

۱۳۸۶ دی ۲۶, چهارشنبه

د چارواکو د معلوماتو پر اساس د سريلانکا په جنوب شرق کي په يوه ډک بس کي د يوه بمي بريد په نتيجه کي لږ تر لږه 26 نفره وژل سوي ...

https://p.dw.com/p/DKBs
پر بس باندي وروستی بمي بريد
پر بس باندي وروستی بمي بريدانځور: AP

او تقريبا 60نفره ټپيان سوي دي . د آوازو پر اساس اکثريت قربانيان د مکتب کوچنيان دي .

حکومت تامېلي ياغيان ددغه کار مسؤله بولي . نن چهار شنبه په رسمي ډول د اوربند هغه تړون ختميږي ، چي د ناروې په منځګړیتوب د سريلانکا د حکومت او تامېلي ياغيانو تر منځ په 2002عيسوي کال کي رامنځ ته سوی ؤ . خو حکومت دعه تړون دوې اونۍ مخکي پدې دلیل چي تامېلي ياغيان د تشدد څخه کار اخلي ، ملغی اعلام کی . پدې ترڅ کي پوځ اعلام کړی دی ، چي د سريلانکا په شمال کي د تامېلي ياغيانو سره سخته جګړه رامنځته سوې ده .

تامېلي ياغيان د 1983عيسوي کال راهيسي د سريلانکا په شمال کي د يوه مستقل تاميلي دولت دپاره جنګيږي ، چي د هغه راهيسي تر اوسه پوري تر 75000 اضافه انسانان وژل سوي دي.