1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سروزرو توپ به څوک وگټي؟

۱۳۹۴ دی ۲۱, دوشنبه

د ۲۰۱۵م کال د نړيوال فوټبال د غوره لوبغاړي سياليو ته درې کسان کانديد سوي. اټکل کيږي چي ميسي به دغه لقب (د سروزرو توپ) وگټي. له ليونيل ميسي سره کرستيانو رونالدو او نيمار د دغه لقب گټلو ته کانديد سوي دي.

https://p.dw.com/p/1HbGM

د سويس په څوريش ښار کي نن د دوشنبې په ماښام (۲۰۱۶م کال د جنورۍ ۱۱مه) د ۲۰۱۵م کال د نړیوال فوټبال غوره لوبغاړی ټاکل کيږي او د سروزرو پوپ ورکول کيږي.

له ۲۰۰۸م کال راهيسي د نړيوال فوټبال د غوره لوبغاړي لقب يا ارجنټنی ليونيل ميسي يا پرتگالی کرستيانو رونالدو گټي. ميسي تر اوسه څلور او رونالدو درې واري دغه لقب گټلی دئ.

د سږکال په دغه سياليو کي دريم کانديد برازيلی نيما دئ. خو په دغو سيالو کي له ميسي او رونالدو سره د نيمار چانس ډېر لږ دئ.

تير کال د آلمان د ملي لوبډلي گولکيپر مانويل نوير، هم له دغو دواړو پياوړو فوټبالرانو سره د غوره لوبغاړي په سياليو کي تقريباً هيڅ چانس نه لاره.

د ۲۰۱۴م کال د غور لوبغاړي سيالي
د ۲۰۱۴م کال د غور لوبغاړي سياليانځور: AFP/Getty Images/F. Fife

تير دوه کلونه پرلپسې د نړۍ د غوره لوبغاړي لقب (د سروزرو توپ) کرستيانو رونالدو گټلی وو. خو ميسي په نړۍ کي لومړی لوبغاړی دئ، چي دغه لقب ئې څلور واري گټلي دئ.

ميسي په ۲۰۱۵م کال کي له بارسيلونا سره د اروپا د اتلانو سيالي (چمپينس ليگ) د هسپانيا کپ او د هسپانيا تورنمينت وگټل او رونالدو بیا له خپلي لوبډلي ريال مادريد سره يو کپ هم ونه گاټه، خو ډېر گولونه ئې لگولي دي.