1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سربرينيڅه د عام وژني کاليزه

۱۳۸۷ تیر ۲۱, جمعه

د 1995 کال د جولای د مياشتي پر 11 نېټه د جنرال راتکو ملاديچ، په مشرۍ صربي ځواکونو پر نوموړې سيمه باندي هجوم ور وړی او 8000 تنه يي ووژل.

https://p.dw.com/p/EaZm
يو ځوان د خپل پلار قبر ته ناست دی
يو ځوان د خپل پلار قبر ته ناست دیانځور: AP

د بوسنيا د جنګ په وخت کي د سربينيڅه د ښارساتل د ملګروملتونو په چوکاټ کي د شنه خوليو هالنډي ځواکونو په غاړه وه. د 1995 کال د جولای د مياشتي پر 11 نېټه د جنرال راتکو ملاديچ، په مشرۍ صربي ځواکونو پر نوموړې سيمه باندي هجوم ور وړی او 8000 تنه يي ووژل.

هالنډي ځواکونو ددې حملې په وړاندي هيځ غبرګون ونه ښووی. يو هالنډی عسکر د هينري فان ده بيلت که څه هم چي وژني يي پخپلو سترګو نه دي ليدلي، خو د سربينيڅه په خاطر ډير خواشينی دی. هغه وايي: زه د دوی له خپل وطن څخه د وګړو د ايستلو او قومي پاکولو شاهد يم، څه شی چي ما ډير زوروي هغه بې وسي ده. ځکه چي، د يو شنې خولۍ والا سرتيري په توګه چي غواړې يو کار وکړې. خو د مقرراتو په خاطر په اصطلاح د سړي لاسونه تړلي وي، او سړی قضيې يوازي وويني او خبر يي ورکړي او بل کار ونسي کړای، ډير زورونکی دی. دغه بې وس توب زما ترټولوترخه تجربه ده.

يو 33 کلن سربی مسلمان ځوان د سربرينيڅه د عام وژني په ورڅ و هغه څای ته نژدې ورغلي او ژاړي چي عام وژنه پکښي سوې وه
يو 33 کلن سربی مسلمان ځوان د سربرينيڅه د عام وژني په ورڅ و هغه څای ته نژدې ورغلي او ژاړي چي عام وژنه پکښي سوې وهانځور: AP

هنری فان ده بيلت، د ملګرو ملتونو د شنو خوليو ځواکونو په چوکاټ کي د هالنډ سرتيری ووچي په سر بينيڅه کي يې بايد د مسلمانانو سيمه خوندي ساتلې وای. خو سربيانو د شنوخوليو سوله ساتو ځواکونو مامريت ته پام نه کوی. دوی په وسله وال زور زياتي سربينيڅه ونيوله او450 هالنډي سرتيرو د کوم عکس العمل پرته د صحنې ننداره کوله.

هنری فان ده بيلت، وايي: له دوی سره د جګړې هيڅ خبره نه وه. سرتيري ناتوانه وه، خوراکي مواد نه وه او د سوون مواد هم ډير لږ وو. هغه زياتوي چي دوی ته د جګړې دنده هيڅ نه وه ورکړل سوې. د ده په وينا د هالنډي سرتيرو هډه د کډوالو څخه ډکه سوې وه، او که د يوه وسله وال بريد لپاره پريکړه سوې وای، په هغه صورت کي سربانو دوی ټول وژل او په پای کي د قربانيانو شمیر تر دې هم ډيرېدی.

دا هغه 335 تابوتونه دي چي د يوه ډليز قبر تر پيدا کيدو وروته خاوروته وسپارل سول
دا هغه 335 تابوتونه دي چي د يوه ډليز قبر تر پيدا کيدو وروته خاوروته وسپارل سولانځور: AP

په سربينيڅه کي عام وژنه تر دوهمي نړيوالي جګړې وروسته تر ټولو ستره ناوړه پيښه ګڼل سوې ده. کله چي سربيانو د ميلاديچ په مشرۍ ښار ونيوی، د بوسنيا مسلمانان يي پر څو برخو وويشل، ښځي ، ماشومان او زاړه کسان يي يوې خواته او نارينه او ځوان هلکان يي بلي خواته ودرول. ښځي او ماشومان د هالنډي سرتيرو سره دبس په واسطه د هالنډي سرتيرو هډې ته ولېږل سول.

يو بل هالنډی سرتيری وايي چي، سوله ساتو ځواکونو نور څه نسوای کولای. هغه مخکي وايي: موږ نوري وسلې نه درلودې، خو بيا مو هم تر خپله وسه ددوی ساتنه کول. خو په نيمه لار کي يي د شنو خوليو سرتيرو له سرويس څخه کښته کړل، او دوی مجبور ول چي پلي هډې ته ځان ورسوي. د14 نه تر 30 عمر لرونکي تر ټولو ښکلي ښځي د لارې دوو خواوو ته ودرول سوې....

دغه هالنډی سرتيری چي په هغه وخت کي شل کلن وو، نه پوهيدی چي د بالکان په دې سيمه کي څه ورته په تمه دي. د سربيانو وحشت، او د دوی دعام وژني پلان!

لاريون کونکي د جنګي جنايتکارانو د محکمې غوښتونکي دي
لاريون کونکي د جنګي جنايتکارانو د محکمې غوښتونکي ديانځور: AP

د1995 کال د جولای د مياشتي په لومړيو ورځو کي د 8000 څخه ډير انسانان د سربيانو د زورزياتي قربانيان سول. د هغوی د جملې څخه ځينو چي يي کوښښ کوی د ځنګلونو د لارو وتښتي، د ماينونو د چاودلو په اثر له منځه لاړل. خو ددوی ډير کسان په ډله ايزډول اعدام شول او مړي يي ډله ايزو قبرونو ته واچول سول.

دغه وژني په دقيقه توګه سنجول سوي وې. همدا چي اعدامونه به وسول، د ګودالونو د کيندلو لپاره به درنې وسيلې راحاضري سوې. د سندونو دله منځه وړلو لپاره وروسته دغه قربانيان څوځله نورو ځايونو ته وليږدول شول.

د سر برينيڅه ناورين، نه هغه کسان هيرولای سي چي خپلي کورنۍ يي هلته د لاسه ورکړي دي، او نه هم شنې خولی والا سرتيري چي په پريشانه رواني حالت بيرته راګرځېدلي دي. دوی هيله من دي چي ددغو عامو وژنو عاملين، راتکو ميلاديچ او رادووان کاراجيچ ژر تر ژره د هاګ ونړيوالي محکمې ته را کش سي.

په دې ترڅ کي د هاګ محکمې دغه غوښتنه چي وکړای سي د ملګرو ملتونو د سازمان په وړاندي د دعوې اقامه وکړي، رد کړه.

د سربرينيڅه د ميندو په نامه د يوې ټولني څخه لسو تنو ښځو ادعا کړې ده چي د هالنډ هيواد اود ملګرو ملتونو په چوکاټ کي هالنډي سرتيرو له دوی څخه پوره ساتنه نه ده کړې. د هالنډ د محکمې قاضيانو ويلي چي د ملګرو ملتونو سازمان د خپلو بشردوستانه دندو په خاطر ددعوا د هر ډول اقامې څخه مصون پاته کيږی. خو دهالند د هيواد پر ضد په دعوا به د سپتامبر په مياشت کي خبرې وسي.