1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سان سوچي ټاکنه په نړیواله کچه وستایل شوه

۱۳۹۱ فروردین ۱۴, دوشنبه

د برما په پارلماني ټاکنو کې د سان سوچي په بريا نه يوازي د هغې پلويانو خوشحاله دي، بلکي په نړیواله کچه ئې تود هر کلی شوی دئ. هغه او ګوند ئې په پارلمان کې څوکۍ گټلي دي.

https://p.dw.com/p/14WGP
انځور: Reuters

سان سو چي څو کاله کلا بنده وه. خو هغې تر آزادیدو ۱۷ میاشتي وروسته د میانمار په پارلمان کې خپله څوکۍ تر لاسه کړه. د ملي ديموکراسي د لیگ په نامه د هغې گوند هم په دغه ټاکنو کې کابو ټولي څوکۍ تر لاسه کړي دي.

دغه ټاکني د اونۍ په پای کې تر سره شوې. د ټاکنو لومړنۍ پایلي ښیي چې د NLD په نامه د سوچي گوند قاطع اکثریت تر لاسه کړی دئ.

دغه ټاکني چې د ۴۵ څوکیو له پاره تر سره کیدې د ملي ديموکراسۍ گوند پکښې ۴۴ څوکۍ خپلي کړي دي. په عین وخت کې د ملي ديموکراسۍ گوند د چارواکو په وینا سوچي پخپله انتخاباتي حوزه کې ۹۰ سلنه رایې تر لاسه کړي دي او په دې ډول ئې خپله هم په پارلمان کې څوکۍ گټلې ده. اټکل کیږي چې د دغو ټاکنو رسمي پایلي به په یوه اونۍ کې اعلان شي.

د سان سوچي پلویان د دغو ټاکنو په گټلو خوشحاله دي. د هغې یو تن پلوي وایي: «دا چې سان سوچي ټاکني وگټلې موږ خوشحاله یو او ویاړو.»

د اروپایي اتحاديې یو چارواکی مال گوزاټا، چې د دغه ټاکنو د څارني له پاره وربلل شوی وو، وایي چې د هغه تر څار لاندي حوزه کې ټاکني په ښه ډول پر مخ ولاړې. خو هغه زیاتوي چې دا د دې له پاره بسنه نه کوي چې سړی ووايي چې د هیواد په نورو برخو کې دغه ټاکني څرنگه سر ته رسېدلي دي.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیري هیلري کلنټن، چې اوس په استانبول کي د سوریې په اړه په یوه غونډه کي ده د برما له ټاکنو څخه هر کلی کوي:«د امریکا متحده ایالات د دغه هیواد خلکو ته مبارکي وایي چې زیاترو ئې په لومړي ځل په دغه کمپاین او پروسه کې گډون کړی دئ.»

د المان د بهرنیو چارو وزیر گیدو ویسترویله د سان سوچي بریالیتوب په دې هیواد کې یو تاریخي پرمختگ گڼلی دئ: «د نوبل د سولي د جایزې گټونکې ټاکنه د ټولو هغو کسانو له پاره چې په برما کې د ديموکراسۍ له پاره مبارزه کوي یو ښه زیری دئ چې د هغوی هڅي هیڅکله بې ځایه نه دي.»

ویسترویله زیاته کړې ده چې المان به د برما پر ضد بندیزونه ورو ورو لیري کړي خو د هغه په خبره د دې کار له پاره شرط دا دئ چې واکمن گوند د اصلاحاتو لړۍ ته دوام ورکړي.

د «پیوستون او پرمختگ د یو والي» USDP په نوم گوند لا تر اوسه هم د دغه هیواد په پارلمان کې تر ټولو زیاتي څوکۍ لري او د پوځ ملاتړ له ځانه سره لري.

په برما کې د پوځي شورا تر اوږدې واکمنۍ وروسته په ۲۰۱۰ کال کې د ټاکنو تر گټلو وروسته واک د پیوستون او پرمختگ د یووالي په نامه گوند ته وسپارل شو.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش