1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د زعفرانو ګټي او حاصلات ترياکو ته ماتې ورکړې

۱۳۸۹ دی ۲۱, سه‌شنبه

د کندهار ولايت د دامان ولسوالۍ کروندګر او ځمکه لرونکو وايي چي د زعفرانو کښت او حاصلات د تارياکو گښت ته ماته ور کړې.

https://p.dw.com/p/QpvM
زعفران د تارياکو يوازنی بديل ګڼل کيږي
زعفران د تارياکو يوازنی بديل ګڼل کيږيانځور: DW

وروسته تر هغه چي د AIRP موسسې لخوا د هرات ولايت بزگرانو ته د زعفرانو تخمونه ورکړل سول او حاصلات يې هم تر ډيره ځای تر کوکنارو ښه ول اوس د گندهار ولايت بزگرو هم دې ته زړه ښه کړی.

ددغي موسسې لخوا د کندهار د دامان ولسوالۍ ۸ تنه بزگر داسي روزل سوي چي هغوی و کولای سي په سيمه کي نور بزگر په خپله و روزي.

د دامان ولسوالۍ د ولسوال سراج احمد په خبره دغي موسسې دغو بزگرو ته څلور ټنه د زغفرانو تخم ورکړی چي په خپلو مځکو کښي يې و کري.

اوس د هغه ولسوالۍ ولسوال وايي چي ددغه کښت څخه د حاصلاتو په ترلاسه کولو سره بزگر ډير خوشحاله دي او په هغه ولسوالۍ کي د کوکنارو کښت صفر ته رسېدلی دی.

د هغه ولسوالۍ بزگر اوس د دولت څخه غواړي چي د زعفرانو دپاره يې نړيوال بازارونه پيدا کړي. او ددغه کښت د پر مخ وړلو دپاره د ابيارۍ سيسټمونه جوړ کړي.

د يادوني وړده چي نړيوالي ټولني پردې سربيره چي د کوکنارو د له مينځه وړلو په موخه هرکال مليونونه ډالر په مصرف رسوي افغان حکومت هم د کوکنارو د له مينځه وړلو په کمپاينونو کښي خپل لس هاوه عسکر له لاسه ورکوي.

د کارپوهانو په خبره د حکومت او ګڼ شميرخلګو ترمينځ د فاصلو د ايجاديدلو يو عامل همدا د کوکنارو د کښتونو ماتول دي چي په دېکښت سره به هغه ستونزه هم حل سي.

حکمت الله اسلمي/ کندهار

کتونکی: نجيب الله زيارمل