1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د روژې مياشته يوه تجارتي بڼه هم لري

۱۳۸۹ مرداد ۲۲, جمعه

د اردن په اميانيو کې هرکال د روژې په مياشت کې نرخونه په سلو کې پنځه تر لسو برخو پورې ښکته کيږي. نو هغه پانگوال چې غواړي پيسې د اوږدې مدې په گټه واچوي، کولی شي ارزانه پېرودنه وکوي.

https://p.dw.com/p/Omw5
د روژې مياشته د توکو په قيمتونو کي د تغير سبب گرځيانځور: AP

له عربي امنيانيو څخه رپوټ ورکوونکي خوشحاله دي. د الجزاير او قطر تر منځ د وبډو د بيو گراف لوړ ځي. دلالان او محتکران گټې کوي. دا د يوې تازه خپرې شوې څېړنې څخه څرگنده شوې - چې د امريکې د متحده ايالتونو، لويې برطانيې او نوي زيلاند د دريو پوهنتونونو لخوا سر ته رسېدلې. د دې ٥١ مخيز سند اصلي موضوع زهد او رياضت ده: په داسې حال کې چې د روژې په مياشت کې نرخونه په سلو کې ٣٨،٩٠ برخې زيات شوي. دا په دې معنی چې په دې مياشت کې نظر د اسلامي کاليزې و نورو مياشتو ته ٩ چنده زياتيږي.

نو آيا له دې مخې به په راتلونکو څلورو اونيو کې د نږدې ختيز اميانۍ په ترقۍ کې وي؟ اسد ديسي وايي نه. نوموړي په اردن کې د دلالۍ د يوه شرکت مشر دئ. اردن يو له هغو ١٤ اسلامي هېوادونو نه دئ، چې دا څېړنې ورپکښې تر سره شوې. هغه زياته د يوه رکود اټکل کوي او وايي:

«په اردن کې روژه خلک ډېر ستومانه کوي. دوی غوره بولي چې په روژه کې اميانيو کې سودا ونه کوي. سوداگري کميږي او د هغه په نتيجه کې د ونډو نرخونه ټيټيږي.»

Bangladesch Ramadan Religion Fastenmonat Ramadan beginnt Feierlichkeiten Islam BdT
د اختر بازارانځور: AP

آيا دا په دې معنی چې له نړيوال مالي بحران څخه وروسته له پانگو اچونو څخه ستومانتيا؟ نړيواله څېړنه بيا هم د ١٩٨٩ ميلادي کال څخه تر ٢٠٠٧ ميلادي کاله پورې د څېړنو پر پايلو ولاړه ده، يعنی مخکې له مالي بحران څخه. نو اسد ديسي دا مسئوليت په مالي بحران کې نه ويني او په ډاگه کوي:

«په نورمال ډول سره په روژه کې سوداگري کميږي - دا همدا سې ده، نه له ٢ کالونو راپدېخوا بلکه له ٢٠ کالونو راهيسې.»

د اردن په اميانيو کې هرکال د روژې په مياشت کې نرخونه په سلو کې پنځه تر لسو برخو پورې ښکته کيږي. نو هغه پانگوال چې غواړي پيسې د اوږدې مدې په گټه واچوي، کولی شي ارزانه پېرودنه وکوي. خو دلال اسد ديسي هر چا ته ښکاري چې په روژه کې ستړی وي. دی وايي:

« په روژه کې غوره گڼم په کور کې پاتې شم. خو نه شم کولی. بايد راشم ...»

د زهد او تقوی په نامه د څېړنې چمتو کوونکي، همدغه ستوماني د دې سبب بولي، چې په اميانيو کې په بېړه سره راکړه ورکړه وشي. په څېړنه کې راغلي: روژ د مسلمانانو تر منځ د ملگرتيا احساس راژوندی کوي او له ژوند څخه يې د رضايت کچه لوړوي. دا رضايت بيا پر ځان د خطر منلو توان پياوړی کوي. پوهان په دې اړوند طبې مطالعو ته هم اشاره کوي، د کومو له مخې چې ايمانداران له لوږې سره هوسا او توانمن کيږي.

ليکونکی: محمد عارف وردک /بلاشکه

کتونکی: احمدولي اڅکزی