1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د رومانيا پوليسو د افغانانو په ګډون ۲۸ مهاجر نيولي دي

۱۳۹۶ مهر ۲۹, شنبه

د رومانيا سرحدي پوليسو ۲۸ تنه مهاجر چې غوښتل يې په غيرقانوني توګه د هنګري له پولې واوړي نيولي دی. په نيول شويو کسانو کې افغانان هم شته.

https://p.dw.com/p/2mHmS
Rumänien Bukarester - Flüchtlinge warten auf Antwort ihres Asylantrags
آرشيف انځورانځور: DW/C. Ștefănescu

د رومانيا سرحدي پوليسو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره خبر ورکړ چې د غيرقانوني مهاجرو يوه ۲۸ کسيزه ډله يې نيولې ده.

د خبرپاڼې په حواله، په نیول شويو کسانو کې ۹ ښځې، ۸ نارينه او ۱۱ ماشومان شامل دي. دوې د جمعې ورځ په سهار، هنګري پولې ته نژدې نيول شوي دي.

د رومانيا د سرحدي پوليسو آژانس ویلي دي چې دغه افراد د افغانستان، هند، ايران او عراق اتباع دي چې د رومانيا په کمپونو کې تر راجستر کيدو وروسته يې خپل هستوګنځايونه پريښي دي.

نيول شوي کسان اوس مهال د پوليسو تر تحقيق لاندې نيول شوي دي. له هغو څخه ځينو يې پوليسو ته ويلي دي چې دوی غوښتل ځانونه لويديځې اروپا ته ورسوي.

هنګري د اروپا د شينګن سيمې غړی هيواد دی خو رومانيا که څه هم د اروپا د اتحادیې غړیتوب لري، خو د شینگین په حوزده کې شامل نه دی. وروسته له هغې چې د تيرکال په مارچ مياشت کې اروپا ته د تلونکو مهاجرو پر مخ د بالکان لارې وتړل شوې، زياتره مهاجر هڅې کوي چې د نورو لارو له طريقه د اروپايي اتحاديې شينګن سيمې ته داخل شي.

اوس ډيری مهاجر اروپا ته د تلو په موخه، د آژه سمندرګي له لارې يونان ته د تلو پر ځاي، د تورې بحيرې له لارې چې اوږده او خطرناکه هم ده، کار اخلي. د رپوټونو پر اساس، مهاجر په اصل کې نه غواړي چې په رومانيا کې پاتې شي، بلکه دغه هيواد ته تر رسيدو وروسته ځانونه لويديځې اروپا ته رسوي.

Aj/rsh (APE)