1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

د روغتیا نړیوال سازمان: نیږدې ۱۵ میلیونه انسانان کرونا وژلي

۱۴۰۱ اردیبهشت ۱۶, جمعه

د روغتیا د نړیوال سازمان د اټکل له مخي د ۲۰۲۰ م کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۱ م کال تر دسمبر پوري شاوخوا ۱۴،۹ میلیونه کسانو د کووید-۱۹ له کبله ژوند له لاسه ورکړی دی. د روغتیايي موادو نشتون یې تر ټولو ستر علت ښوول شوی دی.

https://p.dw.com/p/4Auis
Deutschland Corona Lage
انځور: Julian Stratenschulte/picture alliance/dpa

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د پنجشنبې په ورځ په ژنیو کي له کرونا ویروس سره په مستقیم او یا هم غیرمستقیم تړاو د مړیني په هکله ارقام خپاره کړي دي.

ډیرو دغو کسانو په مستقیم ډول یعني د کووید-۱۹ له کبله او یا هم له هغه سره په تړاو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. غیرمستقیم تړاو هغو پیښو ته ویل کیږي چي په چټکه توګه د کرونا د خپریدو له امله روغتیایي سیستم تر سخت فشار لاندې راسي او روغتیایي مسوولین مجبوره سي د ځینو ناروغیو پر درملنه سترگي پټي کړي.

د روغتیا د نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم قبریسوس، ویلي دي چي په روغتیايي چارو کې نورې پانګونې ته اړتیا ده. د هغه په وینا لازم روغتیایي خدمات باید په بحراني شرایطو کي هم خلکو ته وړاندې کړل سي.

د کرونا له امله د مړیني ډیري پیښي (۸۴ سلنه) د آسیا د جنوب ختیځ هیوادونو، اروپا او امریکا کي ثبت سوي دي. تقریبا د ټولو پیښو ۶۸ سلنه یوازي په لسو هیوادونو کي وو.

د روغتیا نړیوال سازمان د ۲۰۲۰ م کال په جنورۍ میاشت کي د کرونا وبا ته په کتو سره، د نړۍ په کچه یو روغتیایي اضطراري حالت اعلان کړی وو.