1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

د روسېې او چين جنګي جيټ الوتکو ګډې ګزمې کړي

۱۴۰۱ آذر ۹, چهارشنبه

د روسېې او چين بم غورځوونکو الوتکو د چهارشنبې په ورځ د آرام سمندر په لويديځ کې ګډې ګزمې کړي دي. اوکراین له ناټو څخه د دفاعي وسلو د فوري مرستو غوښتنه کړې او د ناټو مشر په ژمي کې اروپا ته د لا ډيرو مهاجرتونو خبرداری ورکړی.

https://p.dw.com/p/4KIF1
آرشیف انځور – د چین د هوايي ځواک یوه ایچ-۶ کې ډوله جنګي الوتکه او یوه سو-۳۰ الوتکه د پوځي تمریناتو پر مهال
آرشیف انځور – د چین د هوايي ځواک یوه ایچ-۶ کې ډوله جنګي الوتکه او یوه سو-۳۰ الوتکه د پوځي تمریناتو پر مهالانځور: Shao Jing/picture alliance

د روسېې دفاع وزارت ويلي دي چې د روسېې د دفاع وزارت Tu-96 بم غورځوونکو او د چين H-6K ډوله بم غورځوونکو الوتکو د یو اته ساعته ماموریت پر مهال د جاپان او ختيځ چین سمندرونو پر سر پروازونو وکړل.

دغه وزارت په يوه اعلامیه کې ويلي دي چې روسي بم غورځوونکو الوتکو د پوځي تمریناتو د ېوې برخې په توګه د لومړي ځل له پاره په چين کې ناستې وکړې او د چين بم غورځوونکو الوتکو د روسېې يوې پوځي اډې ته پروازونه وکړل. په اعلاميه کې زیاته شوې چې د دوی هوايي ګډې ګزمې مستقیماً د کوم بل هیواد پر ضد نه دي.

چین د ګډو نظامي تمریناتو پخاطر روسیې ته عسکر لیږلي دي

د چين او روسې ترمنځ دغه ګډې هوايي ګزمۍ د دوی د یو لړ ګډو پوځي تمریناتو په ادامه ترسره کړي چې هدف ېې د مسکو او بيجنګ تر منځ د پوځي همکاريو د ډېرېدو ښودنه ده، هغه هم په داسې یو وخت کې چې له لوېديځ سره د دغو دواړو هیوادونو روابط خراب شوي دي.

بيجنيګ په سپتمبر کې خپل څه باندې ۲۰۰۰ عسکر، تر ۳۰۰ ډير پوځي وسایطو، ۲۱ جنګي الوتکو او درو جنګي بېړيو سره واستول تر څو له روسېې سره په پراخو ګډو پوځي تمریناتو کې برخه واخلي.

د چين او روسيې ګډ پوځي تمرينات؛ ايران او پاکستان هم په کې ګډون کوي

د مسکو او بيجينګ تر منځ دفاعي همکاري له هغه وخته چې د روسېې ولسمشر ولادیمیر پوتین د فبرورۍ په ۲۴مه پر اوکراین د پوځي یرغل امر کړی، ځواکمنه شوې ده.

د آرشیف انځور - د اوکراین د بهرنيو چارو وزیر، دیمیترو کولیبا
د آرشیف انځور - د اوکراین د بهرنيو چارو وزیر، دیمیترو کولیباانځور: Lev Radin/Pacific Press/picture alliance

چين پر اوکراین د روسېې پوځي یرغل له غندلو ډډه کړې ده. چین امریکا متحده ایالات او ناټو د مسکو پر وړاندې پر پاروونکو اقداماتو تورنوي او مسکو باندې د لوېديځ لګيدلي تحریمونه ېې هم غندلي دي.

روسېې هم تایوان ته د نانسي پلوسي تر سفر وروسته د چین او امریکا متحده ایالاتو تر منځ، د راولاړو شوو اختلافاتو په منځ کې د چين کلک ملاتړ کوي. چين تایوان د خپلې خاورې برخه بولي او دغې جزيرې سره د بهرنيو ديپلوماتيکو روابطو له برقراره کولو مخالف دی، خو پلوسي د چين د مخالفتونو سره سره سږکال تایوان ته سفر وکړ.

اوکراین له ناټو څخه د «چټکو» مرستو غوښتنه کړې

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر، ديمیترو کولیبا، د ناټو له غړو غوښتي چې له دوی سره د وسلو مرستې چټکې او د برېښنا د پاشل شوې شبکې په بېارغونه کې ورسره فوري مرستې وکړي.

په اوکراين کي جنګ؛ د جي ۷ هيوادونو د عدليې د وزيرانو غونډه

کوليبا، د رومانيا په پلازمينه بخارست کې د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو په دوه ورځنۍ غونډه کې له ناټو څخه د وسلو، په ځانګړې توګه د هوايي دفاع د پرمختللي سیستم د اکمالاتو غوښتنه وکړه. د هغه په وينا دغه مرستې دې «ډيرې چټکې، ډيرې چټکي او ډیرې چټکې» ترسره شي.

کولیبا زیاته کړه: «کله چې موږ ترانسفرمرونه او جنراټورونه ولرو، په هغه صورت کې کولی شوو خپل سیستم او د برېښنا شبکه احیا او خپلو خلکو ته د ژوند مناسب شرايط برابر کړو.»

ناټو غواړي خپله ختيځه برخه لا پياوړي کړي

دغه غوښتنه داسې وخت مطرح کيږي چې غرب له کيف سره د ژمي په موسم کې د روسي ځواکونو د حملو په مقابل کې د تقويتي مرستو ژمنه کړې وه.

له ژمي څخه »د جګړې د ېوې وسلې په توګه استفاده«

د رومانیا په پلازمینه بخارست کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه - د نومبر ۲۹مه ۲۰۲۲
د رومانیا په پلازمینه بخارست کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه - د نومبر ۲۹مه ۲۰۲۲انځور: Andreea Alexandru/AP/picture alliance

که څه هم مسکو د اوکراين له ځينو برخو خپل ځواکونه پر شا کړي اما د دغه هیواد د برېښنا او انرژۍ تاسيسات او زېربناو په نخښه کوي، چې له کبله ېې په اوکراین کې په میلیونونو خلک له برېښنا پرته په تیاره کې پاته دي.

د ناټو سازمان مشر، ينس ستولتنبرګ د روسې ولسمشر ولادیمیر پوتين په دې تورنوي چې پر زېربناو په بریدونو سره له ژمي «د جګړې د ېوې وسلې په توګه» کار اخلي.

«کيدای سي په ژمي کي ډېر اوکراینیان د يخ قرباني سي»

ستولتنبرګ زیاته کړه: «ناټو د جګړې برخه نه ده. خو موږ به له اوکراین سره خپل ملاتړ ته ادامه ورکوو. که هر څومره ډير وخت نیسي موږ به نه پر شا کیږو.»

د ناټو سرمنشي زیاته کړه چې کریملین د جګړې په میدان کې ماتې ګاللي او هغو ته په کتو تمه ده چې روسیه به خپل بریدونه لا ډير کړي. هغه وضعیت ته په کتو خبرداری ورکړ چې اروپا باید له «لا ډيرو مهاجرتونو سره مخ شي.»

خو کوليبا د چهارشنبې په ورځ وويل چې د ناټو ډيپلوماټانو ورته د اوکراین د مسلح کېدو په برخه کې «یو لړ نوې ژمنې» کړي دي، خو دا چې په دغو ژمنو کې د پېټرويټ توغندي چې شديده اړتیا ېې ده هم شامل دي که نه، څه ېې ونه ويل.

ویبر: اروپايان دې په ژمي کې د اوکرایني مهاجرو پر وړاندې لا ډير مسئوليت ادا کړي

هغه د بخارست په غونډه کې وويل: «موږ د ناټو د ګڼ شمیر غړو له خوا يو شمېر ژمنې واورېدې، نوې ژمنې.» د کوليبا په خبره چې په دغو ژمنو کې «اوکراین ته د لاډيرو دفاعي وسلو او د انرژۍ د تجهیزاتو» برابرول هم شامل دي.

آژانسونه/م.ک.ص./ن.ز.

د پوځي تمریناتو پر موضوع له آرشیف څخه یو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل