1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د روسیې د سایبري حملو په هکله د واشنګټن او لندن خبرداری

۱۳۹۷ فروردین ۲۸, سه‌شنبه

امریکا متحدو ایالاتو او بریتانيا له یوې احتمالي نړیوالې سایبري حملې څخه خبرداری ورکړی. د دغو هیوادونو چارواکو ویلي دي چې د مسکو له ملاتړه برخمن د هکرانو ګروپ د انټرنټي شبکو آلې هدف ګرځولي دي.

https://p.dw.com/p/2wAte
Symbolbild Cyberattacke Russland
انځور: picture-alliance/chromorange/C. Ohde

په لندن کې د امریکا متحدو ایالاتو او بریتانيا د امنیتي چارواکو له لوري په ګډې خپرې شوي اعلامیه کې راغلي دي چې مضرو حملو په ترڅ کې حکومتي تأسیسات او همداشان شخصي سازمانونه هدف ګرځول شوي او پر نورو سربیره یې یوه موخه جاسوسي ده. د متحدو ایالاتو فدرالي پولیسو (اف بي آی) یوه کارپوه هوارد مارشل، پر دې خبره ټینګار کړی دی چې نوي بریدونه د روسیې د حکومت سایبري فعالیتونو ته ورته څه دي. خو د امريکا د داخلي امنیت چارو له وزارت څخه جنیتا مانفرا، ویلي دي چې د بریدونو د زیان کچه لا تر اوسه معلومه نه ده.

پر شبکو د لا سترو حملو پیل؟

د بريتانيا د سایبري امنیت ملي مرکز څخه کیاران مارتین ویلي دي چې په «میلیونونو ماشینونه» تر هدف لاندې نیول شوي دي. د هغه په خبره له یوه کال څخه د زیاتې مودې راهیسې دغه بریدونه څارل کیږي او د هغې اساسي تکتیکونه لا ترمخه پيژندل شوي دي. نوموړی زیاتوي چې احتمالا هکران د راتلونکو بریدونو له پاره ځانونه چمتو کوي. په لندن کې د حکومت یوه ویاند ویلي دي چې د سایبري حملو هدف دا وي، چې د نورو حکومتونو په کارونو کې به خلل رامنځ ته کړي او سوداګریز فعالیتونه به له بې ثباتۍ سره مخامخ کړي.

چارواکي غواړي نور معلومات رسوا کړي

د ورکړل شوو معلوماتو له مخې له دغو حملو څخه په اغیزمنو شوو کې د انټرنټي خدماتو وړاندې کوونکي، د خصوصي سکتور شخصي تجارتي شرکتونه او د زیربنا مهم تأسیسات دي. زیاته شوې ده چې د دې هدف پر نورو سربیره جاسوسي کول او د معنوي شتمنیو غلا کول دي. ویل شوي دي چې د بریدونو په اصلي اهدافو کې د انټرنټي شبکو آلات لکه روټرونه، سویچونه او فایروال شامل دي. د روټر دنده دا وي چې د معلوماتو بستې نورو شبکو ته واستوي. سویچ بیا د کمپیوټرونو تر منځ معلومات تبادله کوي او فایر وال بیا د هکرانو پر وړاندې امنيتي سیستم ته ویل کیږي.

امریکايي او بریتانوي چارواکو د ورځې په اوږدو کې د نورو تخنیکي جزئیاتو د وړاندې کولو اعلان کړی دی، څو دغه ډول بریدونه وپیژندل شي او پر وړاندې یې ګامونه واخیستل شي. دغه شکمن سایبري بریدونه ښایي د روسیې او لویدیځ تر منځ لا تر مخه ترینګلې اړیکي لا پسې خړې پړې کړي.

زموږ له آرشیف څخه: