1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د روسيې لومړی درجه مسلمان

۱۳۹۶ شهریور ۱۶, پنجشنبه

په روسيه کي د ولاديمير پوتين ترڅنگ يو بل کس هم سته چي پرقانون برلاسی دی. رمضان قديروف. د روسي ژورناليست کونستانتين ايگيرت په نظر، د چيچنيا د خودمختاره جمهوريت دغه ولسمشر لوړ هدفونه لري.

https://p.dw.com/p/2jX6s
Putin und  Ramsan Achmatowitsch Kadyrow
انځور: Imago/Zuma Press

چيچنيا د روسيې فدراسيون د څه له پاسه ۸۰ خودمختاره جمهوريتونو څخه يو دی. له ۲۰۰۴م کال راهيسي رمضان قديروف پر دغه سيمه باندي حاکم دی چي يوازي په نامه د روسيې د قانون په اصطلاح تابع دی.

په دغه ځای کي د شريعت قانون د ژوند برخه جوړوي. پر رمضان باندي انتقاد، که هغه د چيچنيايي چارواکو پرضد يوه عادي عريضه وي او يا په انترنت کي يو عادي انتقاد وي، نو جزا يې په عام محضر کي د «دُرو وهل» وي، چي هغه هم د يوتيوب له خوا خپريږي.

سياسي مخالفين او د بشري حقونو فعالان ورځ په ورځ پرته له کومي نخښې نښانې، ورکيږي. د کورنيو چارو وزارت پوليس او ځواکونو لويه برخه د قديروف باوري کسان، پخواني بيلتون غوښتونکي جنگيالي او يا هم وراوښتي(تسليم سوي) روسي سرتيري دي.

د ثبات راوستلو له پاره لوړه بيه

له چيچنيا سره کريملن مالي مرسته کوي. دغه پيسې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين، پر دغي حساسې سيمې مصرفوي.

په دغه اونۍ کي رمضان، د چيچنيا په پلازمېنه گروزني کي د ميانمار د مسلمانانو په ملاتړ،  يوه ډله ايزه مظاهره راغوښتې وه. چارواکي گومان کوي چي يو ميليون انسانانو په دغو مظاهرو کي برخه اخيستې وه. خو بې له شکه زياتره مظاهره کوونکو د ميانمار په هکله هيڅ نه وه اوريدلي. هغوی ته د خپلو رئيسانو او مکتب د مديرانو له خوا خبر ورکړل سوي وو چي دغو مظاهرو ته ولاړ سي.

کله چي رمضان يوه مظاره رابولي، نو چيچنيايان مجبوره دي په هغه کي برخه واخلي، که نو بايد د هغه خرابو عواقبو ته ځان تيار کړي.

دوه نور يوازني کسان چي په دې ډول خلک مظاهرو ته راغوښتلاي سي، يو ولاديمير پوتين او بل يې د روسيي د اوروتودوکس کليسا اسقف دی.

نوموړي مظاهرې ته د وينا په ترڅ کي رمضان پر ولاديمير پوتين ږغ وکړ چي په ميانمار کي زموږ د وروڼو ستونزو ته د حل لاره پيدا کړي. هغه پر لويديځ تور ولگاوه چي چپه خوله پاته دي او په عين حال کي يې وويل چي هغوی د هم جنسبازانو ملاتړ کوي. له بلي خوا يې په چيچنيا کي هم د هم جنسبازانو پرضد خپل دريځ وښود.

د دوو هنرونو استاد

رمضان همدارنگه دا هم واضح کړه چي که مسکو د هغه مشورو ته غوږ و نه نيسي نو د روسيي د خارجي سياست رسمي کړنلاره او په دې صورت کي به پخپله  پوتين رد کړي.

تر دا ډول خبرو وروسته ښايي د سيمې هر رهبر د يو څو ساعتونو په جريان کي له خپلي دنده گوښه کړای سوی وای. خو نه د چيچنيا تر ټولو ځواکمن سړی چي په روسيه کي اوله درجه مسلمان دی او اوس غواړي په نړۍ کي هم په رسميت وپيژندل سي.

خو د ځينو له پاره بيا هغه صادق نه ښکاري. د چيچنيا دغه ولسمشر په دې اړه چپ پاته دی کله چي په روسيه کي مسلمانان بندي کيږي، د ترهگرۍ تور ورباندي لگول کيږي او يا حتي شکنجه کيږي. که څه هم رمضان ادعا کوي چي له خپل جمهوريت څخه يې افراطيان ورک کړي، خو بيا هم په سونو او حتي زرونو کسان له شمالي قفقاز څخه، د اسلامي دولت په نامه مليشو سره يوځاي سوي دي.

خو قديروف د دوو هنرونو رهبر دی. په چيچنيا کي د روسيي بيرغ نه رپيږي خو د قديروف او پوتين عکسونه بيا څنگ پر څنگ ځوړند دي. هر هغه څوک چي د پوتين او قديروف مخالف دي، رمضان هغه د سي آی يې جاسوس او يا هم کثيف هم جنسباز بولي.

د کريملن په گټه

د کريملن له پاره نه ممکنه ده او نه هم ضروري چي د قديروف مخه ونيسي. ناممکنه له دې کبله چي د روسيي ولسمشر هغه ته اړتيا لري، ځکه چي په شمالي قفقاز کي يې په هر حال آرامي راوستې ده. او غير ضروري له دې کبله چي رمضان د ديموکراتو مخالفينو، بشري حقونو فعالانو  او اوسني او راتلونکو مخالفينو د بيرولو له امله د پوتين رژيم له پاره يو گټور کس دی.

پوتين کولاي سي له اولس څخه وپوښتي که زه مو نه خوښيږم نو د رمضان په هکله څه واياست؟

خو د زياترو کسانو پر قانون باندي د قديروف برلاسي نه خوښيږي. د چيچنيا د جگړې سرتيري د هغه کارونه ځان ته او خپلو نورو وژل سوو سرتيرو ته يوتوهين بولي. په ښارونو کي متوسط قشر بيا پر لويديځ باندي د هغه انتقاد او له تشدده ډک دريځ نه خوښوي.

محافظه کاره اورتودوکس عيسويان بيا د روسيي د اسلامي کيدو څخه په بيره کي دي. خو تر هغه وخته چي پوتين پر هغه اعتماد کوي ټوله مجبوره دي چي چپه خوله پاته سي.

 

ليکونکی: ژورناليست کونستانتين فون يگيرت