د روسيې د اورګاډي په تمځای کي ځانمرګی بريد
۱۳۹۲ دی ۸, یکشنبهد يکشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د دسمبر۲۹) تر غرمې وروسته د ولګاګراد ښار په جنوب کي د اورګاډي په یوه ستر تمځای کي چي د مسافرو هم ډک وو يوې ښځي په ځان پوري چاودېدونکي موادو ته چاودنه ورکړې ده.
په سیمه کي يوې عيني شاهدی ولنتينا پيتريښينکا، د روسيې د «ويستي ۲۴» خبري رسنۍ ته ويلي دي چي چاودنه ډېره «وحشتناکه وه». د هغې په خبره چاودنه دومره زوروره وه چي يو شمېر کسان يې له خپلو ځايونو څخه څو متره ليري غورځولي ول. د روسيې دولتي تلويزيون د اورګاډي په تمځای کي هري خواته پرتې کړکۍ او دروازې وښوولې.
د روسيې د جمهور رييس ولاديمير پوتين يوه وياند ويلي دي چي جمهور رييس د قانون د تطبيقولو ټولو ادارو ته لارښوونه کړې ده چي د امنيت ټينګولو په برخه کي له ټولو امکاناتو څخه کار واخلي.
د روسيې له تروريزم سره د مبارزې کمېټې ويلي دي چي د لومړيو څېړنو له مخي داسي ښکاري چي دغه بريد دي ځانمرګی وي. د دغه هيواد د څېړنو د ادارې وياند ولاديمير مارکين، ويلي دي چي د پيښي د ښه ترا معلومولو له پاره څېړني پيل سوي دي او د څېړنو له لومړيو پايلو څخه داسي ښکاري چي په چاودنه کي دي له نزدې لس کيلوګرامه «TNT» څخه کار اخيستل سوی وي.
د روسيې «ريا نووستي» خبري آژانس د ولګاګراد د يوه دولتي وياند په حواله خبر ورکړی دی، چي په چاودنه کي ۱۸ انسانان وژل سوي او نزدې ۴۰ تنه نور ټپيان سوي دي. د روسيې د روغتيا وزارت يوه استازي بيا ويلي دي چي تر ۵۰ زيات کسان ټپيان سوي دي.
پخوانی ستالينګراد چي اوس ولګاګراد نوميږي د روان کال په اکتوبر مياشت کي هم د يوې چاودني شاهد وو. په دغه پيښه کي چي په يوه سرويس موټر کي ځانمرګی بريد وو پکښې ۶ کسان ووژل سول او تر ۳۰ زيات ټپيان سول. دغه بريد په اصطلاح د «توري کونډي» چي د داغستان د نيمه خپلواکمن جمهوريت د يوه تندلاري ياغي ماينه وه تر سره سوو.
ولګاګراد، ناارامه شمالي قفقاز ته نژدې او د سوچي د تفريحي ښاره چي په پلان کي ده د ۲۰۱۴ کال په فيرورۍ مياشت کي به د ژمي د المپيک بازۍ پکښې ترسره سي په ۷۰۰ کيلومترۍ کي موقعيت لري.
کله چي په اکتوبر میاشت کي په ولګاګراد کي ځانمرګي بريد ترسره سو، نو له ډيرو سره دا پوښتني را پيدا سوي چي آيا د المپيک بازۍ به په پوره امنيت کي ترسره سي؟ خو د روسيې دولت دغه لوبي خپل له اصلي لومړيتوبونو څخه ګڼي.