1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د رد سوو افغان مهاجرو دوسيې بايد بيا و ارزول سي»

۱۳۹۵ بهمن ۱, جمعه

د مهاجرو د ملاتړ سازمان پرو ازيول د جرمني پر حکومت ږغ کړی چي د نورو افغان مهاجرو له خراج څخه دي ډډه وکړي. د دغه سازمان رئيس ويلي دي چي د افغانانو بېرته لېږد «په رڼو سترګو هغوی له ګواښ سره مخامخ کول دي.»

https://p.dw.com/p/2W6cF
LaGeSo Flüchtlinge Warteraum Berlin Deutschland
انځور: picture-alliance/dpa/G.Fischer

د بشري حقونو مدافع او د پناه غوښتونکو د ملاتړ سازمان پرو ازيول د آلمان له حکومت څخه غوښتي دي چي افغان پناه غوښتونکي دي بېرته خپل هيواد ته نه لېږي. د دغه سازمان رئيس ګيونتر بورخارد، د جمعې په ورځ په فرانکفورټ کي وويل چي افغانستان ته د مهاجرو بيرته لېږل «په رڼو سترګو هغوی له ګواښ سره مخامخخ کول دي.»

د پرو ازيول د رئيس يادي څرګندونې په داسي حال کي کيږي چي ناتائيد سوي راپورونه اټکل کوي چي د راتلونکې دوشنبې په ورځ (۲۰۱۷م کال د جنورۍ ۲۳مه نېټه) او يا د سه شنبې په ورځ به ځيني نور افغان پناه غوښتونکي په ډله ايزه توګه افغانستان ته اخراج کړل سي.

د پرو ازيول رئيس بورخارد، د افغانستان د امنيتي وضعې په تړاو د پناه غوښتونکو له پاره د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو کمېشنرۍ (UNHCR) و ارزوني ته اشاره وکړه.

د پرو ازيول سازمان رئيس ګيونتر بورخارد
انځور: picture-alliance/dpa/R. Jensen

د دغي ارزوني له مخي د اروپايي ټولني د مهاجرو په تړاو قوانينو له مخي هم د افغانستان ټولي برخي د «کورنۍ جګړې له بحران» سره مخامخ دي. ياد سازمان دغه ارزونه په داسي حال کي کړې ده چي د آلمان حکومت په دې آند دی چي په افغانستان کي داسي امن سيمي موجودي دي، چي افغان پناه غوښتونکي ورلېږدول کيدلای سي.

بورخارد، په خپلو څرګندونو کي وويل چي په افغانستان کي امنيتي وضعه هغسي نه ده لکه د آلمان حکومت چي يې ارزوي. دا په داسي حال کي ده چي د آلمان حکومت د ارزوني له مخي په افغانستان کي امنيت او نه امنيت په دې پوري تړلی چي څوک د افغانستان په کومه سيمه کي دی. يا په بله اصطلاح د آلمان حکومت وايي چي په افغانستان کي امن سيمي هم موجودي دي.

د پرو ازيول سازمان د دې تر څنګ دا غوښتنه هم کړې ده چي د هغو افغان مهاجرو د پناه غوښتني دي له سره و ارزول سي چي د پخوانۍ امنيتي وضعې او د پخوانۍ امنيتي ارزوني پر اساس رد سوي وي.

پر ازيول ويلي دي چي UNHCR هم سپارښتنه کړې ده چي د پناه غوښتني د دوسيې د ارزوني پر وخت دي «تازه په لاس راغلو معلوماتو» ته وکتل سي.

د پرو ازيول په وينا له همدې کبله اوس بايد د افغانانو هغه پناه غوښتنې چي رد سوي وي، له نوو حالاتو سره سم د هغوی د امن او پناه اړتيا له سره و ارزول سي.

د ۲۰۱۶م کال د ډسمبر پر ۱۴مه نېټه يو شمېر رد سوي افغان پناه غوښتونکي په ډله ايزه توګه د آلمان له فرانکفورت هوايي ډګر څخه و کابل ته ولېږل سول. پر دغه اخراج باندي سختي نيوکي وسوې او په ټول آلمان کي احتجاجونه وسول.

اوس د آلمان په پارلمان کي د زرغون او کيڼ اړخي ګوند له خوا هم دا غوښتنه کيږي چي په افغانستان کي دي امنيتي وضعه له سره وڅېړل او و ارزول سي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (19.12.2016):