1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د رحيم مهريار جنازه په جرمني کي خاورو ته وسپارل سو

۱۳۸۹ تیر ۱۰, پنجشنبه

د مهريار جنازه نن د پنجشنبې په ورځ د المان د هنوفر ښار د مسلمانانو په هديره کي د ځانگړي مراسيمي په ترځ کي خاورو ته وسپارل سوه...

https://p.dw.com/p/O8OA
مهريار د 1988 ميلادي کال کي په وروستيو کي وطن پرېښودی او په جرمني کي يې د خپلي کورنۍ سره د مهاجرت ژوند غوره کئ.
مهريار د 1988 ميلادي کال کي په وروستيو کي وطن پرېښودی او په جرمني کي يې د خپلي کورنۍ سره د مهاجرت ژوند غوره کئ.انځور: DW

رحيم مهريار د دوو کلنو راپدېخوا د ينې د سرطان په ناروغۍ اخته و د روان عيسوي کال د جنون د مياشتي پر 23 نېټه له دې دنيا څخه سترگي پټي کړې.

د مرحوم جنازه د جرمني د هنوفر په ښارکي خاورو ته وسپارل سوه
د مرحوم جنازه د جرمني د هنوفر په ښارکي خاورو ته وسپارل سوهانځور: DW/Farahmand

مهريار چي،په 1955 کال کي د کابل ښار د ميوند په جاده کي دې دنياته سترگي لڅي کړي وي، د جرمني د هنوفر په ښارکي يې ددې دنيا څخه سترگي پټي کړې.

د مهريار جنازه نن د پنجشنبې په ورځ د المان د هنوفر ښار د مسلمانانو په هديره کي د ځانگړو مراسمو په ترځ کي خاورو ته وسپارل سوه.

مېرمن پرستو په تورو جاموکي ولاړ خور او ورور د مرحوم مهريار ولادونه
مېرمن پرستو په تورو جاموکي ولاړ خور او ورور د مرحوم مهريار ولادونهانځور: DW/Farahmand

د جنازې په مراسموکي د افغان دولت پر ډيپلوماټانو سربيره د هيواد گڼ شمېر سندرغاړو برخه اخستې وه.

د جنازې په مراسمو کي د افغانستان د دولت په استازيتوب په المان کي د افغانستان لوی سفير د هغه و مېرمني نورېې پرستو مهريار او د کورنۍ غړو او دوستانو ته د تسليت غوښتنه وکړه.

د مرحوم مهريار د جنازې مراسيم
د مرحوم مهريار د جنازې مراسيمانځور: DW

د جنازې په دې مراسمو کي ډيرو هنرمندانو لکه محبوب الله محبوب، شريف غزل،حسين انوش، عبدالوهاب مدددي، طاهر شباب، وليد اعتمادي، صديق شباب، فرشتې سما، تيمورشاه سدوزي، خوشحال سدوزي، ببرک وسا او د افغانستان راډيو تلويزيو زيات شمېر پخوانيو کارکونکو برخه اخستې وه.

د مرحوم رحيم مهريار فاتحه نن د اروپا په وخت پر 2 بجو د جرمني د هنوفر ښار د پيام نور په جامع کي واخستل سوه.

د جنازې په مراسيمو کي اروپا مېشتو افغانانو گډون کړی و
د جنازې په مراسيمو کي اروپا مېشتو افغانانو گډون کړی وانځور: DW

په اروپاکي د هنرمندانو د اتحاديې لخواد مهريار فاتحه راتلونکې اونۍ په همبورگ کي اخستل کيږي.

د رحيم مهريار څخه څلور اولاده چي درې يې لوڼي او يو زوی دی پاته دي.

مهريار د 1988 ميلادي کال کي په وروستيو کي وطن پرېښودی او په جرمني کي يې د خپلي کورنۍ سره د مهاجرت ژوند غوره کئ.

د جنازې لمونځ
د جنازې لمونځانځور: DW/Farahmand

مهريار په جلا وطنۍ کي هم خپل هنري کارونه پرې نه ښوول. هغه يوازي او د خپلې مېرمني پرستو سره يو ځای 12 البومونه ثبت کړي ول.

زيارمل/ سهيلا حسرت نظيمي

کتونکی. ضياالحق فضلي