1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د رايو د تفتيش او بيا شمېرلو بهير پای ته ورسید

آژانسونه/ سيد رياض۱۳۹۳ شهریور ۱۴, جمعه

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویلي دي چې د ولسمشرۍ ټاکنو د رایو د پلټنې او بیا شمیرلو بهیر نن په رسمي ډول پای ته ورسید. خو د ټاکنو د پایلو د اعلانیدو له پاره کومه نېټه ښوول شوې نه ده.

https://p.dw.com/p/1D7fZ
انځور: Reuters

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند نور محمد نور، د جمعې په ورځ (۲۰۱۴م کال د سپتمبر۵مه) په کابل کې خبریالانو ته وویل: «د ټولو رایو تفتیش او بیا شمیرل په فزیکي توگه د پنجشنبي په شپه پای ته ورسید.»

د ولسمشرۍ د دوهم پړاو ټاکنو ټولي رايي چې شاوخوا ۲۳۰۰۰ صندوقونه کیږي، د تفتيش او بیا شمیرلو بهیر له هغه وروسته پیل شو چې ولسمشرۍ ته کاندید ډاکټر عبدالله عبدالله د ټاکنو لومړۍ پایلې رد کړې او په ټاکنو کې یې د پراخو درغلیو ادعا وکړه.

د دغه کړکېچ تر راپورته کیدو وروسته د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري دوه واري کابل ته سفر وکړ او له دواړو کانديدانو سره یې ملاقات وکړل. دواړو نوماندانو د جان کیري په حضور کې د ملي یووالي د یوه حکومت د جوړیدو پر سر هوکړه وکړه. که څه هم په دې اړه سیاسي خبري اترې دوام لري خو تر اوسه یې کومه نتیجه ورکړې نه ده.

تیره ورځ ولسمشرۍ ته دواړو کانديدانو ډاکټر اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله عبدالله بیا ملاقات کړي دي. تر دې ملاقات وروسته د دواړو نوماندانو انتخاباتي ټیمونو وویل چې د اختلافي ټکو پرسر د خبرو اترو له پاره یوه اته کسیزه گډه کاري ډله به خبري اتري وکړي. تر ټولو زیات اختلاف د اجرائیوي ريئس د صلاحیتونو پر سر دی.

نور په خپل مطبوعاتي کنفرانس کې وویل: «موږ دا موندلې ده چې په دوهم پړاو ټاکنو کې درغلي شوي دي. خو په دغو درغلیو کې د کمېسیون د کارکوونکو لاس نه شته. حکومتي چارواکي، د کاندیدانو ټاکنيزي ډلي او د هغوی پلویانو په دغو درغلیو کې لاس لرلی دی.»

د عبدالله عبدالله انتخاباتي ټیم، تیره اوونۍ د ټاکنو د تفیش له بهیره ووت او ادعا یې وکړه چې د دوی غوښتني په پام کې نیول شوي نه دي او د ټاکنو پایله به نه ومني.

تر دې وروسته د ملگرو ملتونو څارونکو د اشرف غني احمدزي له ناظرینو څخه هم وغوښتل چې له دغه بهیر څخه څارونکي وباسي او په پای کې بیا دغه بهیر د ملگرو ملتونو او نړیوالو څارونکو په حضور کې پر مخ ولاړ.

نور زياته کړه: «د رایو شاوخوا ۲۵ سلنه تفتیش او بیا شمیرل د دواړو انتخاباتي ټیمونو د حضور پرته تر سره شو.»

د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې دوی به د ټاکنو تر اعلان وروسته یو حکومت جوړ کړي. د ټاکنو کمېسیون ویاند په خپلو څرگندونو کې دا هم وویل چې «دواړه کاندیدان دې ته ژمن دي چې د ټاکنو پایله ومني.»

د ټاکنو کمېسیون باید په ۲۴ ساعتونو کې دغه پایلې د ټاکنو د شکایاتو کمېسیون ته واستوي. په دې هکله د ټاکنو کمېسیون یوه تن چارواکي اتل امین وویل: «موږ به دا [نتیجه] د شنبې په ورځ ولیږو، ځکه د جمعې په ورځ رخصتي ده».

په پام کې ده چې د شکایاتو کمېسیون به په ۴۸ ساعتونو کې خپله وروستۍ پریکړه بېرته د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته ورواستوي. داسې اټکل کیږي چې د ټاکنو نتیجه به په راتلونکې اونۍ کې اعلان شي، خو د دې له پاره کومه نېټه ښوول شوې نه ده.