1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

د راشد خان روزونکی: راشد خان به پر IPL ډیره اغیزه ولري

۱۳۹۷ فروردین ۲۸, سه‌شنبه

د سن رایزر حیدرآباد لوبډلې روزونکي تام مودي ویلي دي چې افغان توپ اچوونکی راشد خان به د هندوستان پر کورني لیګ IPL باندې ډیره اغیزه ولري. افغان لوبغاړي راشد خان په کم وخت کې ډیر زیات نړیوال شهرت ګټلی دی.

https://p.dw.com/p/2wCVE
Rashid Khan
انځور: picture-alliance/AP Photo/J. Brady/PA

راشد خان په ۲۰۱۵م کال کې کله چې یوازې ۱۷ کلن وو خپله لومړي نړیواله لوبه وکړه او له هغه وخت راهیسې یې ډیر څه ترلاسه کړي دي. هغه د روان کال په فبروري میاشت کې د کریکټ د نړیوالې شورا په درجه بندي کې د شل اوریزو او پنځوس اوریزو لوبو تر ټولو غوره توپ اچوونکو شو.

تیر کال د سن رایزر حیدرآباد لوبډلې راشد خان د ۶۰۹۵۲۴ ډالرو په بدل کې په خپله لوبډله کې شامل کړ. تیرکال هغه په دې لیګ کې ډیر ښه وځلید او له همدې کبله سږ کال د هغه بیه ۱،۳۷ میلیونه ډالرو ته لوړه شوه.

د دې لوبډلې روزونکي مودي، د رویترز خبري آژانس ته ویلي دي: «راشد یو ډیر خاص کریکټر دی او هغه تیرکال زموږ سره ډیره بریا لرله.»

هغه زیاته کړه: «هغه د نړۍ په بیلابیلو لیګونو کې ډیره ښه لوبه کړې او همداراز کله چې د خپل هیواد په استازیتوب لوبه کوي نو هم ډیر ښه لوبیږي.»

د افغانستان لوبډلې هم د راشد خان په څیر په ډیر کم وخت کې ډیر څه ترلاسه کړي دي چې په وروستیو لاس ته راوړنو کې یې د راشد خان ونډه هم ډیره ده. راشد خان په وروستیو وختونو کې په خپل نوم په کم وخت کې په یو ورځنیو لوبو کې ۱۰۰ ویکټې واخلي.

مودي وايي: «هغه زموږ د لوبډلې ډیره مهمه برخه ده، ځکه چې د هغه په توپ اچوونه کې یو ډول راز موجود دی او هغه د دې توان لري چې په لوبه کې د یوه ویکټ اخیستونکي نقش ولري. له همدې کبله هغه ډیر مهم دی».