1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د راتلونکي کمپيوټرونه

۱۳۸۹ مهر ۷, چهارشنبه

شتيفان يانيشن هسې کومې خيالي خبرې نه کوي. د فراونهوفر انستيتوت د کمپيوترونو کارپوه حتی ډېر سم سړی ښکاري. خو هغه څه چې دی د راتلونکي د کمپيوترونو په هکله وايي، بيا هم ډېر حيروانونکي دي.

https://p.dw.com/p/PPis
«د اعصابو له سيګنالونو څخه تعبير اخيستل د فکرونو لوستنه نه ده» شتېفان يانيشن
«د اعصابو له سيګنالونو څخه تعبير اخيستل د فکرونو لوستنه نه ده» شتېفان يانيشنانځور: picture-alliance/dpa

«زه فکر کوم چې کمپيوتر به له ورځني ژوند څخه نه ورکيږي، بلکې کوچنی کيږي به او د ليدو وړ به نور نه وي. موږ به کمپيوتر نور د وسيلې په توګه نه وينو، بلکې حس کوو به يې ځکه چې په هر ځای کې به لګول شوی وي. کمپيوتر پروګرامينګ ته اړتيا هم نه لري، بلکې آسانه به استعماليږي، او ارقام به ورته له هر ځای څخه راځي. ځينې معلومات به له انترنېټ څخه ورته راځي او نور به ورباندې پخپله خوندي وي. خو داسې کمپيوتر به نه وي، چې په کونج کې درته ولاړ وي او تاسو بايد ورته لاسرسی پيدا کړۍ.»

دغه سپينږيری سړی ۶۳ کلن دی، لنډ وېښتان يې دي، ږيره يې سپين رنګ لري، پاکه جوړه شوې ده او عينکې يې په سترګو کړې دي.

يانيشن د کمپيوتري اختراعاتو په برخه کې يوه خبره مهمه بولي. هغه دا چې د کارونکي ورځنی ژوند بايد آسانه کړي، که هغه د ډېرو عادي چارو په برخه کې هم وي.

« کله چې زه په کور کې زما د تبې موزيک کمپيوتر ته ورکم او بيا بايد کومې مشخصې راډيويي خپرونې پسې ونه ګرځم، نو دا يوه لويه آسانتيا بولم. د پرون سندرې مې لا ټولې په اختيار کې وي. او يا دا چې يوهِ اړخ ته لاس وخوځوم او له دې لارې مرکز ګرمي راته چالانيږي. د مرکز ګرمۍ دکمه يا تڼۍ نه وهم، بلکې په مجازي ټول يې کېکاږم او مرکز ګرمي پرې پوهيږي هم.»

د کمپيوتر د نويو تکنالوژيو په لټه کې شتفيان يانيشن او د فراونهوفر انستيتوت ټيم يې يو څو کالونه پخوا هم ډېر په زړه پوري شيان اختراع کړي دي، چې د انسان ماغزه و کمپيوتر پورې وصلوي.

«موږ هڅه کوله چې د مغزو زيګنالونه اندازه کو او بيا تعبير هم ځنی واخلو. دا د فکرونو لوستنه نه ده، بلکې د ځينو پديدو څخه تعبير اخيستل دي. کله چې د دغو پر له پسې پديدو څخه داسې معلومات تر لاسه کړو چې په مرسته يې د چپ او ښي لاس د خوځېدو فرق کولای شو، نو دا د يو بيټ واحد په توګه اندازه کيږي. يعنې لاس خو يا خوځول کيږي آو يا نه خوځول کيږي. کله چې څوک ښی لاس وښوروي، نو کورزر هم ښي لاس ته ورګرځي. کله چې هغه کيڼ لاس ته فکر وکي. نو کورزر هم کيڼ لاس ته ورخوځيږي. دا د کارونکي او کمپيوتر تر منځ داسې د پيوستون يوه نوې لاره ده چې بل چا ورته هرومرو فکر نه دی کړی.»

شتيفان يانيشن: «يو تصور دا دی چې د طب په برخه کې د عمليات په وخت کې له ډاکترانو څخه ملاتړ وشي.»
شتيفان يانيشن: «يو تصور دا دی چې د طب په برخه کې د عمليات په وخت کې له ډاکترانو څخه ملاتړ وشي.»انځور: picture-alliance/dpa

د دغې تکنالوژۍ د استعمال يوه ساحه شتيفان يانيشن ځان ته موندلې هم ده.

«يو تصور دا دی چې د طب په برخه کې د عمليات په وخت کې له ډاکترانو څخه ملاتړ وشي. د هغوی له حراکاتو، څېرې او نورو خوځښتونو څخه نور معلومات واخيستل شي. ورسره بيا د پردې په سر نور هغه شيان ښودل کيږي، چې دی غواړي ويې ويني. مثلا دی د سترګو لوري او زاويې ته تغيير ورکړي او داسې تعبير ورڅخه واخيستل شي، چې دی يو خاص شی غواړي وويني.»

خو دا چې کمپيوتر ټول کنترول ولري او په راتلونکي کې هر څه کمپيوتر پورې اړه ولري، دغه تصور څېړونکی يانيشن هم نه لري.

«هر څوک به خپل شخصي ژوند همغسې پر مخ بيايي لکه اوس چې يې کوي. زه هم لا نه پوهېږم چې د يو عادي کتاب لوستل راته په زړه پورې دي يا د يو آي بېډ يا نورو وسيلو په مرسته د يو شي لوستل. تر اوسه لا زړه نا زړه يم. د هر انسان ضرورتونه سره فرق کوي. موږ بايد ډېر زيات د تکنالوژۍ استعمال پرې نه ږدو، بلکې چيري چې مرسته کولای شي، ورڅخه ګټه واخلو. چې کېدای شي دا حتی سړي ته خوند هم ورکي.»

ليکونکي: څيمونس، صابر

کتونکی: زيارمل