1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د د روتنو آلماني پوليسود وژلو په توريو شکمن کس نيول سوي

۱۳۸۶ مرداد ۳۱, چهارشنبه

افغاني ادارو، پر دريو تنو آلماني پوليسو باندې د تېرې اونۍ د گذار په اړوند يو تر شک لاندې کس نيولی دئ

https://p.dw.com/p/DKHo
تيره اونۍ په کابل کي د رې تنه آلماني پوليس ووژل سول اويو سخت ټپي سو
تيره اونۍ په کابل کي د رې تنه آلماني پوليس ووژل سول اويو سخت ټپي سوانځور: AP

داسې ښکاري چې تېره اونۍ په کابل کې پر دريو تنو آلماني پوليسو باندې د مرگ د گذار په اړوند د مجرمانو د موندې لومړی برياليتوب تر لاسه شوی وي. د Spiegel-Online د يوه رپوټ له مخې، د کابل اړوندو ادارو يو تر شک لاندې کس نيولی دئ. ويل شوي چې کېدلی شي دې ځوان هلک چاودېدونکو موادو ته اور اچولی وي. رپوټ زياتوي چې کارپوهان باور لري، گذار په ډېر ماهرانه ډول سره سر ته رسېدلی وي. خو دا نه ده څرگنده شوې چې آيا په خاص ډول جرمنيان يې هدف نيولي وو او که څنگه.

همدا شان ويل شوي، چې يوه مياشت مخکې تښتول شوي يوه آلماني انجنير په هکله هلو ځلو کې پرمختگ راغلی دئ.

له بله پلوه د شنبې په ورځ په کابل کې له يرغمل نيوونکو څخه خلاصه شوې او د آلمان د پرمختيايي مرستو کارکوونکې کرستينه نن خپل هېواد ته رارسېدونکې ده.