د دویچه ویله روزنیزي خپروني ګرځنده تلیفون کې
۱۳۹۱ بهمن ۲۸, شنبه
له دې سره نو هغه افغانان چې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت سیم کارټونه لري کولای شي چې د دویچه ویله د «واوره او زده یې کړه» رونیزې خپرونې پرته له کوم لګښت څخه د خپلو تیلیفونونو له لارې واوري. هغوی دغه کار د افغانستان له هرې برخې او په هر وخت کې کولای شي.
په دغو خپرونو کې د ښځو د حقونو، د پوهنې د اهمیت، د مخدره توکو د زیانونو، ناوړو دودونو او نورو موضوعګانو په اړه د راډیویي ډرامو په چوکاټ کې روزنیز بحثونه کیږي. د «واوره او زده یې کړه» راډیويي روزنیزو ډرامو لړۍ له څو کلونو راهیسې د دویچه ویله راډیو له خوا د افغانستان له پاره خپریږي.
مقیم عبدالرحیم زي د شنبې په ورځ په کابل کې د دغې خپرونې د معرفي کولو په مناسبت په یوه جوړ شوي کنفرانس کې د دویچه ویله په استازیتوب وویل چې دوی هڅه کړې ده چې هغو خلکو ته هم دغه خپرونې ورسوي چې راډیويي خدمتونو ته لاسرسی نه لري. ښاغلي عبدالرحیم زي وویل: «په دې سربیره چې زموږ ځوانان او اوریدونکي کولای شي چې دغه روزنیزې خپرونې د دویچه ویله، اریانا او نوا راډيوګانو له لارې واوري، اوس د دې امکانات رامنځ ته شوې دي چې افغانان وکولای شي چې د خپلو افغان بیسیم تیلیفونونو له لارې هم دا خپرونې واوري.»
د ګرځنده تیلیفونونو له لارې د ډرامې اوریدل
هغه افغانان چې د افغان بیسیم شرکت موبایلونه لري کولای شي چې د ۱۰۲۰ شمیرې له دایلولو سره د «واوره او زده یې کړه» ډرامې واوري. د دویچه ویله له خوا په لاره اچول شویو احصاییو ښوولې ده چې دغه خپرونې په افغانستان کې ډیر مینه وال لري. پر دې سربیره دغو خپرونو په افغانستان کې خپل اغیزمنتوب هم ثابت کړی دی.
د افغانستان د پوهني وزارت د پوهې او زدکړي د څانګې مرستیال ښاغلي همایون، هم د ګرځنده تیلیفونونو له لارې د «واوره او زده یې کړه» د ډرامو د خپریدو له کبله خوښي څرګنده کړه. دغه افغان چارواکي زیاته کړه: «رسنې د خلکو د ذهنونو په روښانولو کې ډیر مهم نقش لوبولای شي.»