1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د دفاع او کورنیو چارو وزیران سلب اعتماد شول

۱۳۹۱ مرداد ۱۵, یکشنبه

د افغانستان ولسي جرګې د دې هیواد د کورنیو چارو او دفاع وزیران سلب اعتماد کړل. وکیلانو هغه وخت د دغو وزیرانو د سلب اعتماد پریکړه وکړه چې هغوی پر افغانستان د توغندیو د بریدونو په اړه د ولسي جرګې پوښتنې ځواب نه شوې کړای.

https://p.dw.com/p/15jvh
انځور: dapd/Montage DW

ولسي جرګې د شنبې په ورځ د ملي دفاع وزیر عبدالرحیم وردګ، او د کورنیو چارو وزیر بسم الله محمدي، په هیواد کې د وروستیو ناامنیو، پر افغان خاوره د پاکستان د توغندیو د بریدونو، په امنیتي سکتور کې د ادارې فساد او په دغو وزارتونو کې د قومي او ګوندي اړیکو پر بنسټ د ګمارنو له امله سلب اعتماد کړل.

د ولسي جرګې د شنبې ورځې عمومې غونډه هغه مهال د وکیلانو ترمنځ په شخړو او ناندریو واوښته چې د وزیرانو د ځوابونو پر سر د قناعت او نه قناعت موضوع راپورته شوه.

د افغانستان د دفاع وزیر جنرال عبدالرحیم وردک
د افغانستان د دفاع وزیر جنرال عبدالرحیم وردکانځور: AP

د ملي دفاع وزیر د وکیلانو په ځواب کې وویل چې د پاکستاني د وسله وال تېرې په مقابل کې یې خپل اقدامات کړي دي. هغه زیاته کړه چې د دولت له امری سره سم به په اقداماتو لاس پورې کړي:

«موږ ته چې هر ډول دستور راکړل شي که امکانات او تجهیزات ولرو او که نه، په عمل لاس پورې کوو او قربانی ته چمتو یو.»

افغانستان د کورنیو چارو وزیر بسم الله محمدي، هم د دفاع له وزیر سره غږ یو کړ او ویویل چې افغان امنیتي ځواکونه هر ډول قربانۍ ته چمتو دي: «د پاکستان د راکټي برېدونو په غبرګون کې چې ملي شورا او د افغانستان دولت هر ډول تصمیم ونیسي د افغانستان امنیتي ځواکونه چمتو دي چې عملي ئې کړي.»

خو ښایي ولسي جرګې د دواړو وزیرانو ځوابونو نه وي قانع کړي. په غونډه کې ټول ۲۲۸ وکیلان حاضر ول چې له دې ډلې څخه د ملي دفاع وزیر ستر جنرال عبدالرحیم وردګ ته ۱۴۶ رد، ۷۲ تاییدي، پنځه باطلې او څلور سپینې رايې ورکړل شوې. په همدې توګه د کورنیو چارو وزیر بسم الله محمدي، ته ۱۲۶ رد، ۹۰ تاییدي، اووه سپینې او پنځه باطلې رایې ورکړل شوې.

په دې ترتیب سره نو د افغانستان د کورنیو چارو او دفاع وزیران دواړه سلب اعتماد شول. په دې غونډه کې د کونړ استازي حاجې سخي مشواڼي، وویل چې له تیر یوه کال راهیسې پر کونړ او نورو ختیځو ولایتونو باندې د دیورند د کرښې له بلې غاړې توغندي توغول کیږي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر بسم الله محمدي
د افغانستان د کورنیو چارو وزیر بسم الله محمديانځور: DW

د ښاغلي مشواڼي په خبره تر اوسه پورې په دې بریدونو کې اته کسان وژل شوي او ۲۷ تنه ټپیان شوي دي. استازو ویلي دي چې د دې بریدونو له کبله له ۱۰۰۰ څخه زیاتې کورنۍ کډوالۍ ته اړې شوي دي. په ولسي جرگه کې د کونړ ولایت د استازو په خبره د پاکستان له خاورې څخه پر افغانستان د توغندیو په بریدونو کې ډیر شمیر کورنه، مسجدونه او مدرسې هم ویجاړې شوې دي.

بسم الله محمدي او عبدالرحیم وردګ تیره اونۍ د ولسي جرگې يوې استجوابيه غونډې ته غوښتل شوي ول خو دواړو وزيرانو ته وخت ورنه کړل شو چې د استازو پوښتنو ته ځوابونه ووايي.

محمد اسماعیل شاکر/ کابل
کتونکی: مسعود جهش