1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د درونټې بند د بریښنا د تولید وړتیا لوړیږي

میرویس جلالزی (کابل، افغانستان)۱۳۹۲ تیر ۱۵, شنبه

افغان حکومت وايي د افغانستان د اړتیا د بریښنا د برابرولو له پاره به په میلیاردونو افغانۍ مصرف کړي. د اوبو او بریښنا وزیر دغه څرګندونې د شنبې په ورځ د کابل په ختیځ کې د بریښنا له یوه بنده د لیدنې پر مهال وکړې.

https://p.dw.com/p/193B9
Pakistani technicians work on high voltage power lines in Lahore on January 13, 2011. Pakistan faces a crippling energy crisis, as it is only able to produce about 80 percent of the electricity it needs, causing debilitating blackouts and suffocating industry. AFP PHOTO/ ARIF ALI (Photo credit should read Arif Ali/AFP/Getty Images)
Symbolbild- Proteste in Pakistan Elektrizitätsknappheitانځور: Getty Images

یادښت: انځور له ارشیف څخه

د افغانستان ډیری ولایتونه لا اوس هم بریښنا نه لري. دغه هیواد خپله د اړتیا وړ ډیره بریښنا له خپلو گاونډیو څخه واردوي. دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت هڅه کوي چې په خپله افغانستان کې د بریښنا د تولید کچه لوړه کړي. د اوبو او بریښنا وزیر اسماعیل خان، په خبره د بریښنا د تولید د دوو مهمو بندونو درونټې او نغلو تولیدي کچې لوړول د هغه پلان برخه ده چې له مخې یې په افغانستان کې د بریښنا د تولید د کچې د لوړولو هڅه کیږي. له دغو دوو بریښنا بندونو څخه پلازمینې کابل او ختیځ ننګرهار ولایت ته بریښنا برابریږي.

د درونټې د بریښنا په بند کې اوس له څلورو توربینونو یوازي یو یې فعال دی او د دوو نورو د رغولو چارې روانې دي. اوس مهال دا دوه بندونه شاوخوا شپاړس میګاواټه بریښنا تولیدوي. خو اسماعیل خان وایي: «زه ژمنه کوم چې موجوده وړتیا به له ۱۶ میګاواتو څخه ۳۲ ته لوړه شي او له دې سره به د ننګرهار د ډیرو سیمو هغه ستونزې چې د بریښنا په برخه کې یې لري له منځه ولاړې شي.»

حکومت وایي چې د نوي پلان له مخې به سږ کال ډیره پانګونه د بندونو د جوړولو په برخه کې وشي. د اوبو او بریښنا وزارت د وینا له مخې د درونټې بند ټوله تولیدي بریښنا یوازې جلال آباد ښار او اړوندو سیمو ته لیږدول کیږي. دا په داسې حال کې ده چې د ننګرهار ولایتي چارواکي موجوده اندازه بریښنا د بسنه نه بولي.

د ننګرهار د والي مرستیال حنیف ګردیوال، وايي چې اوس مهال دوی ته نهه نیم میګاواټه بریښنا د درونتې له بند څخه لیږدول کیږي چې د دوي د ولایت د اړتیاوو په پرتله خورا لږه ده. هغه زیاتوي: «هغه غوښتنې چې موږ د اوبو او بریښنا له وزیر څخه لرلې هغه دا وي چې د درونټې د بریښنا شبکه دې پراخه شي.»

د افغانستان د بریښنا د تولید ډیر شبکې د جگړې پر مهال ویجاړې شوې دي او اوس افغان حکومت د دې مالي وړتیا نه لري چې دغه شبکې یو ځل بیا فعاله کړي. تمه کیږي چې د درونټې او نغلو بندونو د بریښنا د تولید کچې په لوړیدو سره به په ختیځ ننګرهار او پلازمینه کابل کې ډیرو صنعتي کارخانو ته چې د بریښنا له کمښت سره مخامخ دي د اړتیا وړ بریښنا ورسیږي.