1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د داعش ځواکونو له رقې څخه پر شاتګ کړی

۱۳۹۶ مهر ۲۲, شنبه

يو راپور وايي چي د داعش جنګیالي له خپلو کورنیو سره له رقه ښاره وتلي دي. کردي ولسي دفاعي واحدونو اعلان کړی دی چې داعش په دې ښار کې ماته خوړلې او له دغې ډلې څخه د رقه ښار د پاکولو لړۍ پيل شوی ده.

https://p.dw.com/p/2lpKY
Syrien Kämpfe in  Rakka
انځور: picture-alliance/dpa/C. Huby

د سوریې د بشري حقونو سازمان په خبره د «اسلامي دولت» یا داعش ډلې ځواکونه د شنبې په ورځ د (اکتوبر میاشتې په ۱۴) مجبوره شوي دي چې په سوریه کې له رقه ښار څخه ووزي.

له رقه څخه د داعش ځواکونو د وتلو له پاره یو شمیر بسونه دغه ښار ته استول شوي ول. د بشري حقونو د دغه سازمان په حواله د داعش جنګیالي د هغو له کورنیو سره د رقه ښار شمال ته انتقال شوي دي.

د سوریې د بشري حقونو سازمان چې مقر یې په لندن کې دی همدارنګه اعلان کړی دی چې د داعش خارجي جنګیالي هم د خپلو کورنیو له غړو سره د یوه نا معلوم هدف له پاره له دغه ښار څخه وتلي دي.

په رقه کې د داعش ماته

په سوریه کې کردي ولسي دفاعي واحدونو  (YPG) چې له سوریایې کردانو څخه جوړ شوي هم اعلان کړی دی چې په زیات احتمال سره به د «شنبې یا یکشنبې» (د اکتوبر ۱۴ یا ۱۵) په ورځو کې د رقې ټول ښار د داعش له کنترول څخه ؤ ایستل شي.

د کردي ولسي دفاعي واحدونو ډلې اعلان کړی دی چې د داعش جنګیالیو په رقه ښار کې په بشپړ ډول ماته خوړلې او د خپلو مرکزونو او سنګرونو د ساتنې توان نه لري.

د کردي ملیشه و د ډلې ویاند نوري محمود رویټرز خبري آزانس ته ویلي دي چې په رقه کې اوس هم په ځینو سیمو کې په تیت او پرک ډول جګړه روانه ده، خو د ښار پاکولو لړۍ پیل شوی ده.

د کردي ملیشه و په خبره د داعش تر ۱۰۰ ډیر جنګیالي په بشپړ ډول په محاصره کې دي. کردي ولسي دفاعي واحدونه د امریکا په ملاتړ په سوریه کې د داعش پر وړاندې جنګیږي.

رقه په سوریه کې د داعش ډلې چې ځان «اسلامي دولت» بولي پلازمېنه ګڼل کیدله. د لویدیځو رسنیو په حواله د داعش یو شمیر مهم مشران د رقه په ښار کې اوسیدل. د رقه په ستراتیژیک ښار کې د «اسلامي دولت» ډلې د جنګیالیو ماته کیدای شي په سوریه کې د دغې افراطي ډلې له پاره یوه سخته ضربه ؤ ارزول شي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (11.04.2017):