1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د داعش پر وروستي سنګر بريد دوام لري

۱۳۹۷ بهمن ۲۱, یکشنبه

«اسلامي دولت» ډله په سوريه کې يوازې لږه خاوره تر کنترول لاندې لري. اوس کردي واحدونه د متحده آيالاتو په ملاتړ غواړي داعش په بشپړه توګه له سوريې څخه وشړي.

https://p.dw.com/p/3D4gV
Syrien Deir ez-Zor Kolonne SDF & US Truppen
انځور: Getty Images/AFP/D. Souleiman

د «سوريې د دموکراتو ځواکونو» يا اس دي اف واحدونه چې د کردانو د «وای پي جي» مليشې له خوا يې مشري کيږي، د سوريې ختيځ دير الزور ولايت ته ورغلي دي. دغه خبره د ځايي مليشو يوه قوماندان کړې ده. د دغو ځمکنيو ځواکونو ملاتړ د متحده آيالاتو په مشرۍ د داعش ضد نړيوال ائيتلاف له خوا کيږي. 
د اسلامي دولت په نوم ترهګرې ډلې په سوريه او ګاونډي عراق کې تر ولکې لاندې د خپلې خاورې لويه برخه بايللې ده. دغه جهادي ډله اوس يوازې د سوريې په ختيځ کې ډېره لږه خاوره تر کنترول لاندې لري. د سوريې د دموکراتو ځواکونو يا اس دي اف ځواکونو تعرضي عمليات د راپورونو په حواله په هماغه سيمه کې په ټپه درېدلې وه.
د متحده آيالاتو ولسمشر، دونالد ترمپ، د چارشنبې په ورځ ويلي وو هغه په نزدې راتلونکې کې، شايد هم په راتلونکې اوونۍ کې دا توقع لري چې په سوريه او عراق کې به د داعش تر ولکې لاندې سيمې په بشپړه توګه بېرته ونيول شي. په دسمبر مياشت کې ترمپ اعلان کړی وو چې امريکايي ځواکونه به له سوريې څخه وباسي چې په نړيواله سطح يې کلک انتقادونه او د داعش د بېرته پياوړي کېدو د امکان له کبله اندېښنې هم راپارولې وې. 

BdT Familien fliehen aus dem letzten von ISIS besetzten Dorf in Syrien
له جګړو څخه تښتېدلې کورنۍانځور: Getty Images/C. McGrath

د امريکايي ځواکونو د وتلو مهال وېش نشته

د امريکايي ځواکونو د ايستلو له پاره ترمپ تر اوسه پورې کوم رسمي مهال وېش نه دی وړاندې کړی. د «وال ستريت ژورنال» ورځپاڼې په روانه اوونۍ کې خبر ورکړ چې د امريکايي ځواکونو خروج به ښايي د اپريل مياشتې تر پايه پورې بشپړ شي. خو د متحده آيالاتو د دفاع وزارت نه غوښتل چې په دې اړه نظر ورکړي. 
د امريکايي ځواکونو وتل به په سيمه کې د ځواکونو انډول ته بدلون ورکړي. ترکيه د ساري په توګه ګواښ کوي چې د سوريې په شمال کې به د کوردانو د وای پي جي مليشې په وړاندې تعرضي عمليات پيل کړي. انقره دغه ځواک د منع شوي پي کی کی، يعنې د کردانو د کارګر ګوند يوه څانګه بولي او د تروريستي سازمان په توګه يې پېژندلی دی. په ورته وخت کې البته وای پي جي د هغه نړيوال ائيتلاف تر ټولو مهم متحد دی چې د داعش پر ضد جګړه کوي.