1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د داعش له ويري تښتېدلي ښځي د بنگو په کښت کي

۱۳۹۴ دی ۴, جمعه

له سوريې څخه لبنان ته ځيني تښتېدلي مهاجر اوس په دغه هيواد کي د بنگو په کښت او کرونده کي مصروف دي. دوی وايي حتی اوس هم له داعش څخه ويریږي چي پسې را نه سي.

https://p.dw.com/p/1HTab
Syrische Flüchtlinge Arbeit Cannabis Hanf Plantage Libanon Feldarbeit
انځور: Reuters/A.Haju

د سوريې له رقه ښار څخه د داعش له ویري ځيني تښتېدلي مهاجر اوس په لبنان کي د بنگو په کښت کي کار کوي. دوی په خپل هيواد کي د پنبې په کرلو کي تجريبه لرله.

يوه ۲۹ کلنه ښځه چي له سوريې څخه تر پنځو ورځو لار وهلو وروسته لبنان ته رسېدلې ده له ۲۵ نورو کسانو سره د لبنان په يوه کلي کي پر سپېره ډاک خېمه وهلې او د بنگو په کښت کي کار کوي.

دغه درې چي د سوريې د سرحد او بيروت ترمنځ پرتې دي له کلونو راهيسي د بنگو په کښت مشهوري دي.

په سوريه کي د کورنۍ جگړې ترمخه هم دغي سيمي ته سوريايان د بنگو په کښت کي د کار کولو له پاره لبنان ته تلل، خو تر پيسو پيدا کولو وروسته به بيرته خپل هيواد ته تلل، ولي اوس بايد دلې پاته سي.

د بنگو په کښت کي ډېر سوريايي کارکوونکي د تروريستي ډلي «اسلامي دولت» له ويري نه غواړي چي هويت ئې روښانه سي. په دوی کي د عايشې په نوم يوې ۱۵ کلني نجلۍ رويترز خبري آژانس ته ويلي دي: «که داعش په دې پوه سي چي زموږ کسب و کار له مخدرو موادو سره دئ، په چاقو به پر موږ باندي يرغل وکړي.»

يوه بل سوريايي مهاجر ويلي دي چي داعش په هغه پسې دی. هغه زياته کړې ده: «که څه هم له هغوی څخه ډېر ليري يم، خو بيا هم ډاريږم.»

سوريايي مهاجر
سوريايي مهاجرانځور: Reuters/A.Haju

ځيني لبنانان دوی ته د شک په سترگه گوري او لکه څرنگه چي عايشه وايي، ځیني کليوال دوی ته د «داعش» په نوم ور ږغ کوي.

په لبنان کي د بنگو کرل چي وروسته بيا چرس ځني جوړيږي منع دی. خو دا چي دغه کښت ډېري پيسې پيدا کوي خلک ئې کري. د بنگو يوه کښتگر رويترز ته ويلي دي چي ځيني وختونه حتی د ورځي لس زره ډالره هم عائيد لري.

سوريايي مهاجر چي د بنگو په کښت کي کار کوي، د ورځي ۱۶ ډالره ورکول کيږي. دوی بيا د دغو پيسو يوه برخه په سوريه کي خپلو کورنيو ته لېږي.