1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د خوړو د توکوبحران: نړيوال بانک او د کرنسۍ نړيوال وجهي صندوق د عاجلې مرستې غوښتنه کوي

۱۳۸۷ فروردین ۲۶, دوشنبه

واشنګټن: د خوړو د اصلي توکو د قيمتونوزښته ډېرلوړېدوته په پاملرنې سره نړيوال بانک او د کرنسۍ نړيوال وجهي صندوق له نړيوالې ټولنې نه غوښتنه کړېده، چې ژرترژره د پنځه سوه ميليونوډالروپه کچه عاجله مرسته برابره کړي.

https://p.dw.com/p/DhJ7
په افريکا کې زيات شمېر خلک د لوږې په خطر کې دي
په افريکا کې زيات شمېر خلک د لوږې په خطر کې ديانځور: AP

د نړيوال بانک رييس رابرت " زوليک " په واشنګټن کې د نوموړه دواړو ادارو د پسرلنۍ غونډې په پای کی وويل، چې د ملګروملتونو نړيوال غذايي پروګرام دغوپيسوته سمدستي اړتيالري.

په لومړي ګام کې په بېوزلوهېوادونوکې د خوړو د توکو د بيو د لوړېدوله کبله نښتې، مظاهرې او لوټمارۍ مېنځته راغلې دي. په هايتي کې له دې کبله نا آرامۍ حتی د حکومت د نسکورېدوسبب شويدي.

د خوړو د توکو د بيو د لوړېدودليل، پرنوروسربېره، هغه تېل دي، چې له حبوباتو څخه جوړيږي. ځکه، چې دغه حبوبات د خوړو د توکو له کړۍ څخه کميږي.