1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د خوست ماشومان د زده کړو په ډګر کي ستونزي لري

۱۳۸۹ دی ۵, یکشنبه

هغه څه چي ماشومان ورته ډيره اړتيا لري ،هغه زده کړه ده خو د دغه ولايت ماشومان د زده کړو په ډګر کي هم له ستونزو سره مخ دي.

https://p.dw.com/p/QkES
د خوست ولايت يو ښوونځی
د خوست ولايت يو ښوونځیانځور: Anwar Ahmadzai

د خوست ولايت ماشومان له ګڼو ستووزو او ننګونو سره لاس او ګريوان دي . دغه ماشومان د ژوند اسانتياوو ته لاس رسى نه لري.

يو له دغو ستوونزو څخه په ښوونځيو کي د زده کړو لپاره د سم چاپيريال نه شتون ، د کتابونو کموالى، د مسلکي ښوونکو نشتوالى او له زده کوونکو سره د درس پرمهال د ښونکو ناسم چلند هغه څه دي چي ماشومان تري سرټکوي.

يو شمير ماشومان وايي بايد دغو ستونزو ته يي پاملرنه وشي او د نه پاملرني په صورت کي به ډيرۍ ماشومان او نوي ځوانان دي ته مجبوره شي چي خپلي زده کړي پريږدي او نورو نامشروعو لارو ته مخه کړي.

دغه ماشومان وايي ډيرۍ نوي ځوانان چي په نشه يي توکو روږديږي او يا هم نورو لارو ته مخه کوي يو لامل يي همدا دى.

په همدي ترتيب دا وخت په خوست کي يو شمير داسي زده کوونکي هم شتون لري چي په ښوونځي کي د ښه چاپيريال نه شتون او د ښوونکو ناسم چلند له امله د زده کړو پريښودلو ته اړ شوي.

په سيمه کي د مدني ټولنو فعالين د افغان ماشومانو اوسنى وضيعت د انديښني وړ بولي ، او وايي که دولت يي په مخنيو کي جدي هڅي پيل نه کړي نو د ماشومانو اوسنى وضيعت په خپله د دولت پر وړاندي يو جدي ګواښ دى .

د خوست د مدني ټولنو د ګډي جرګي مشر نجيب الله الوخيل وايي که د دي ماشومانو د داسي کړنو مخه ونه نيول شي ښايي په راتلونکي کي داسي ماشومان چي له زده کړو بي برخي وي نورو نا مشروعو لارو ته مخه کړي،

او يا هم د مخالفينو له ټولکيو سره يوځاى او د مخالفينو ليکي پياوړي کړي . الوخيل زياتوي هغو ماشومانو ته چي کار غواړي بايد د کار لاري چاري ورته برابري او ورکشاپونه ورته پرانستل شي څو وکولاى شي يو کسب يا حرفوي کار زده کړي .

کارپوهان وايي بايد د فقر، بيكاري او نا امنيو ستونزي تر ډيره بريده راكمي شي ،او د تنکيو ځواناتو لپاره د ښووني او روزني زمينه برابره شي،

د دي ترڅنګ په ګاونډيو هيوادونو کي د هيواد ګڼ شمير ماشومان چي له زده کړي بي برخي او برخليکه ژوند کوي داسي روزل او هڅول کيږي چي خپل هيواد ته له بد مرغيو پرته بل څه نشي راوړلاى .

فريدالله ظاهر/ خوست

کتونکی: نجيب الله زيارمل