1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د خلم ولسوالۍ خلک به د ازبکستان هيواد د برېښنا څخه برخه من سي

۱۳۸۹ تیر ۱۷, پنجشنبه

د بلخ ولايت د بريښنا رياست مسولين وايي چي دنوموړي ولسوالۍ او سيدو نکو ته څلور ترانسفرمرونه په واک کي ورکړل سوي دي.

https://p.dw.com/p/OE3F
د ازبکستان هيواد څخه واريداتي بريښنا
د ازبکستان هيواد څخه واريداتي بريښناانځور: picture-alliance / chromorange

د بلخ ولا يت دبرښنا رياست مشر انجنير محمد ناصر وايي ددغي ولسوالۍ دبرښنا شبکه د15 کلونوراهيسي ويجاړه اوخلکو يي برښنا نه درلوده چي ددغي شبکي دبيارغولوپه موخه څلورترانسفرمرونه چي هريويي د400کيلوولدامپير ظرفيت لري ددغي ولسوالي لپاره څانګړي سول.

نوموړی وايي : « دغه تراسفرمرونه چي دبرښنا اواوبو وزارت لخوا رانيول سوي هر يو يي 10000 امريکايي ډاره ارزښت لري اوددغي شبکي په جوړيدوبه چي تر درو مياشتوپوري به يې کار بشپړ سي کابو 100000 کورنۍ د ازبکستان د وارداتي برښناد ګټوڅخه برخه مني سي.

نوموړی زياتوي چي، دغه ترانسفرمرونونه اوس مهال په موقتي توګه ددغي ولسوالۍ په مرکز کي لګول کيږي خوپه دغه ولسواکي ديوه سبستيشن جوړيدل هم په پام کي دي اودغه پروژه چي لګښت يي 30 مليونه ډالره اټکل سوی دتمويلېدو هوکړه يې د المان هيواد لخوا سوې ده.

داچي د خلم ولسوالۍ د برښنا شبکې د تمديد دپاره څلورپايي ترانسفرمرونه څانګړي سوي ددغي ولسوالۍ خلک هم دا يو نيک اقدام بولي خودژر تر ژره عملي کيدو غوشتنه يي کوي.

خلم ولسوالي چي، ويل کيږي ترسل زره ډيري کورنۍ پکښي ژوندکوي د تير لمريز کال د جدي د مياشتي راهيسي ديوه ترانسفرمر په نصب ولو د 1000په شاوخواکي کورنۍ يي اوس مهال برښنالري.

خودمسوولينوپه وينا ددغي نوي پروژي په تطبق کيدو به يي 70په سلوکي خلک د برښنا له نعمته برخه من سي.

عبدالحميد صافي /مزارشريف

کتونکی. زيارمل