1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ختيځ المان د استخباراتي ادارې د دوسيو ښکاره کول د ټولنيزي سولي په راوستلو کي مهم رول لري

۱۳۸۹ اسفند ۲۳, دوشنبه

د ديموکراتيک آلمان د استخباراتي سازمان يا شټازي د اسنادو آمره ماريانه بېرتله Marianne Birthler وايي چي ددغه سازمان ددوسيو ښکاره کول او پرهغو باندي کار کول د شرقي آلمان د تاريخ يوه مهمه برخه ده.

https://p.dw.com/p/R93z
« د ډيرو پخوانيو جنايت کارانو دپاره په انتقادي ډول د ديموکراتيک آلمان د تاريخ تشريح کول د زغملو وړ نه دی»
« د ډيرو پخوانيو جنايت کارانو دپاره په انتقادي ډول د ديموکراتيک آلمان د تاريخ تشريح کول د زغملو وړ نه دی»انځور: AP

د ديموکراتيک آلمان د بشري حقونو دغه پخوانۍ مدافعه ددې واقعيت په نظر کښي نيولو سره چي د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ کلونوتر منځ ددوسيو د کتلو په خاطر ۱۹۰۰۰۰ عريضو ته جواب ورکول سوی دی ، پدې خوشاله ده چي د کمونسټي استخباراتي سازمان د ميراث سره علاقه مندي ډيره زياته ده.

بېرتله د خپل لس کلن کار په بيلانس کښي وايي چي ددوسيو په راښکاره کولو سره روشنفکرا ن د ديموکراتيک آلمان د ديکتاتورانو په باب بحثونو ته وهڅول سول.

« د هغه سرکوبه کونکې دستګاه ، د هغه طرزالعمل او اثرات وښوول سول . بې حسابه قربانيانو ته داسي زمينه برابره سول چي خپل ژوند ته بيرته راوګرزي او خپل حقوق واخلي . د بنديانو او نورو قربانيانو سرنوشتونه عامه ذهنيت ته بيان سول ، د هغوي عاملين رسوأ او د وظيفو څخه د هغو د ايسه کولو کوښښونه وسول .»

خو ماريانه بېرتله ددې څخه مايوسي ښکاره کړه چي اوس هم د پخوا په ډول د شټازي لوړ رتبه مامورين او د ديموکراتيک آلمان د رژيم نور کسان لکه د ملي ولسي پوځ جنرالان په آزادانه ډول سره فعاليت کوي.

« د ډيرو پخوانيو جنايت کارانو دپاره په انتقادي ډول د ديموکراتيک آلمان د تاريخ تشريح کول د زغملو وړ نه دی. شايد دوی ددې څخه بيره ولري چي په خپله ګټه د ديموکراتيک آلمان د توضيح او تشريح په لار کښي مبارزه بايلوي.»

که څه هم ماريانه بېرتله ددې څخه پرهيز وکړی چي ، د کوم ګوند نوم واخلي ، خو ددې منظور دديموکراتيک آلمان ددولتي ګوند SED څخه رامنځته سوي چپي ګوند دي، چي وکيلان يې د جرمني په مرکزي پارلمان او ډيرو ايالتي پارلمانو کښي هم ناست دي.

ماريانه بېرتله د خپلي لس کلني دورې د کار څخه وروسته وايي چي دې په تدريج سره سياست ته رجوع کړې ده او دا کار يې د ديکتاتورانو ددوسيو سره د کار په اړه د شخصي تجربو د راټولو سره اړه لري.

دا همدرانګه وايي چي، د ديموکراتيک آلمان د رژيم سره د مقاومت دډيرو غير مشهورو اتلانو سره نه يوازي د خبرو ، بلکي د مالي لحاظه هم بايد کومک وسي.

مرسيل/ محمد قاسم نوري

کتونکی: نجيب الله زيارمل