1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د خارجي مرستو څخه افغانانو ته ډير څه ندی رسيدلي

۱۳۸۷ خرداد ۲۱, سه‌شنبه

په افغانستان کی ديوه غیر دولتي سازمان له خوا په دی اړه یوه څيړنه سوېده...

https://p.dw.com/p/EH7l
د افغاني مهاجرينو يو کوچنی
د افغاني مهاجرينو يو کوچنیانځور: AP

چی د دغه هيواده سره دمليارډو ډالرو په اندازه کومي مرستی چی دنړيوالو له خوا سوي ،هغوی ته ډيري لږ رسيدلي دي . دغه غير دولتی څيړونکې موسسه دخپلو څيړنو په ترڅ کی دې نتيجی ته رسيدلې ده، چی ددغو ملياردو ډالرو څخه په اصطلاح ديوه غوايی څخه غدود ولس ته رسيدلی دي،او نور يی حيف او ميل سوي دی . لکه څنګه چی په دغه رپوټ کی ويل کيږی ، د100 ډالرو څخه چی دنړيوالي ټولني له خوا افغانستان ته ورکول سوي ، يوازي 20 ډالره يی افغانانو ته رسیدلي دي . دغه څيړونکې غير دولتی ناپيلې موسسه دIntegrity watch Afgfhanistan په نامه يادیږی ،او خپل رپوټ یی په پاريس کی دافغانستان سره دمرسته کونکو هیوادونو دغونډي دپيل څخه څو ورځي مخکی خپور کړی دی . موسسه ليکی چی د کومو پيسو څخه چی د2001 ميلادی کال راهيسی دنړيوالو له خوا دافغانستان په نام تخصيص سوي، لږ تر لږه 50 فيصده يې دامنيتي اقداماتو په نامه خارجي مرسته کونکو يا دهغوی پرسونل ته ورکول سو ي د ي .

له همدی امله د IWA درپوټ لیکونکی Lorenzo Delesgues د افغانستان سره دمرسته کونکو هيوادو څخه ددې غوښتنه کوی ،چه دوی بايد خپلي کومي مرستی چی د افغانستان سره کوی ،په دې ډول سره وی چی دخلکو په درد وخوری . البته روغتيايی مرستی او یا دښونځيو جوړول به بد کار نه وی ، خو مرستی يوازي دانه دي ،چی يوڅو روغتيايي کلنيکونه جوړ سي، يا دمکتبو یو څو ودانۍجوړی سي . بلکه دغه مرستي بايد داسی اغيزمني وی چی دافغانستان دولت وکولای سي چه کرارکرارپرخپلو پښو ودریږی ، او خپله خپلواکی تمثيل کي . خو تر اوسه پوري مرسته کونکوهيوادوپه دې لار کی د افغانستان سره داسي مرستی چی ښايی ، ندی کړی .

دپاريس په کومه غونډه کی چی د پنجشنبې په ورځ جوړيږی ، دافغانستان دحکومت هيله به داوی چی مرسته کونکي هيوادنه ددغه هيواد دبيرته روغولو او جوړولو دپاره 50 مليارده ډالره ورکي . که څه هم په افغانستان کی دطالبانو درژيم دراپرزیدلو څخه 6 کاله تيرشوی، خو لا تراوسه هم په دغه هيواد کی دجنګونو او مقاومتو ټغر ندی ټول سوی . برعکس جګړی او ناامنۍ لاپسی ډيري سوي، او افغانستان لا تراوسه هم دنړۍ دتر ټولوغريبو او بيوزلو هيوادو په قطار کی راځی .

درپوټ له مخی د تيرو 7 کلوپه موده کی د افغانستان سره د 25 ملیاردو ډالرو په اندازه دمرستو ژمنه سوې وه، خو عملا ددغه کومکونو د جملې څخه 15 ملیارده ډالره مصرف سوي دي ، چی ددغه 15 ملیاردو ډالرو د جملی څخه 15 تر 30 فيصدوپوری يی دامنيتی چارو په لاره کی لګول سوي ، 20 فيصده نوري يې په اصطلاح دتخنيکی کومکونو په نامه مصرف سوي، چی زياتره يې خارجي مرسته کونکو او سلاکارانو ته دمعاشونو او نورو خرڅونو دپاره ورکول سوي دي . دمثال په ډول يوې امریکايی مرستندويه ټولنی ته په مياشت کی 22000 ډالره ورکول سوي دي .

کومې مرستی چی تر اوسه دنړيوالو له خوا افغانستان ته ورکول شوی په سلو کی 70 يي دغیر دولتی مؤسسو له خوا مصرف سوي چی ددغه مصارفو کنترول به پخپله يو آسانه کار نه وی . د بله طرفه دافغانستان حکومت لږ ترلږه په سلو کی 90 پر خارجي کومکونو متکی دی .او له همدی امله دولت وايی چی زه ولس ته دحساب ورکولودپاره ډیر مسولیت نلرم ، ځکه کومی پيسې چی تراوسه لګول سوي ،دافغانستان ددولت له نظره دولس پيسی ندي . د IWA څيړونکی انستیتوت وايی چی نړيواله ټولنه بايد ددې دپاره کار وکي، چی په راتلونکی کی افغانستان دخپلو طبيعي منابعو او معادنو څخه ډيره ګټه واخلی . او په رپوټ کی داهم ويل کيږی چی په افغانستان کی د بډی اخيستلو او اختلاس ډیر رواجيدل هم د همدغې مسالی سره تړاو لری چی مرستي په دغه هيواد کی په اغيزه من ډول په کار ندي لويدلي . او همدا چی پيسی په دغه هيواد کی دبيلا بيلو تصديو دلاری مصرفیږی ، درشوت اخيستلواو اختلاس دپاره لار خلاصوی .