1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د حکومت د راتلونکي په اړه د اولسي جرگې اندېښنې

حسین سيرت/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ دی ۳, چهارشنبه

د ملي وحدت حکومت د کار له پيلېدو راهيسي (۸۷ ورځي) تر اوسه پوري نوې کابينه معرفي سوې نه ده. د پارلمان استازي اوس ټينگار کوي چي کابينه بايد داسي ونه وېشل سي چي د امنيت ټينگښت او د اقتصاد و پراختيا ته تاوان ورسوي.

https://p.dw.com/p/1E9fZ
انځور: AFP/Getty Images

تر اوسه پوري د افغان حکومت د نوي کابينې نه جوړېدل د دې سبب سوي دي، چي د دغه هيواد په ټولو برخو هغه که امنيتي وي که ټولنيز او که اقتصادي ستونزي ډيري سي.

د افغانستان د اولسي جرگې رئيس عبدالروف ابراهيمي د چهارشنبې ورځي (۲۰۱۴م کال د دسمبر ۲۴مه) په علني غونډه کي وويل: «له وزارتونو څخه نيولي تر ولايتونو پوري مو ټول سرپرستان دي. په يوه اداره کي هم مسئوليت نه سته او صلاحيتونه ځني اخيستل سوي دي.»

د واک د وېش ستونزه

داسي ويل کيږي چي د افغانستان نوې کابينه به د جمهور رئيس غني او عبدالله ترمنځ ووېشل سي. د ملي وحدت حکومت د تړون له مخي به د امنيتي او اقتصادي سکتورونو وزارتونه په مساوي ډول او نور وزارتونه به برابر ووېشل سي.

د افغانستان څلور مهم وزارتونه لکه د دفاع، کورنيو او بهرنيو چارو او اقتصاد وزارت پتېيل سوې ده چي د غني او عبدالله ترمنځ ووېشل سي. اوس داسي اندېښنې دي چي دغه ډول وېش به لويي ستونزي را منځ ته کړي.

د پارلمان ځيني استازي وايي، چي د وزارتونو په ځانگړې توگه د دفاع او کورنيو چارو وزارتونو دغه شان وېش به د هيواد پر امنيت باندي ناوړه اغېزه وکړي، ځکه د دواړو اړخونو نظرونه توپير لري.

په اولسي جرگه کي د کابل د خلکو استازي شکريې بارکزۍ د چهارشنبې ورځي په غونډه کي وويل: «موږ غواړو چي امنيتي سکتور د يوه بدن په شان وي، نه دا چي سر ئې د يوه چا لاسونه ئې د بل او پښې ئې بيا د بل چا وي. يو پيوند سوی بدن د يوه سالم بدن په شان کار نسي کولای.»

په افغانستان کي د وسله والو طالبانو د يرغلونو د ډېرېدو دليل، چي وروستۍ بولگه ئې د کونړ دانگام ولسوالي ده، د دفاع او کورنيو چارو وزارتونو ترمنځ نه همږغي ښوول سوی دی. د اولسي جرگې ځيني استازي وايي، ترڅو چي په دفاع او کورنيو چارو وزارتونو او ملي امنيت رياست کي همږغي نه وي رامنځ ته سوې بې امنيتۍ به نوري هم ډيري سي.

ځيني استازي د کابينې د نه جوړيدو يو دليل دا هم بولي، چي هم ولسمشر غني او هم اجرائيه رئيس عبدالله د خپلو انتخاباتي کمپاينونو استازو ته چي ډيری ئې زورور خلک دي د وزارتونو د ورکړي ژمني کړي وې، خو اوس وزارتونه نه پر رسيږي.

د ولسي جرگې یوه غړي جعفر مهدوي وويل: «اوس ولسمشر غني او اجرائيه رئيس عبدالله د يو شمېر باج اخيستونکو او پر قوم باندي تکيه کوونکو زورورانو له خوا يرغمل سوي دي.»

تر دې دمخه د افغانستان اولسي جرگې خبرداری ورکړی وو، چي که د راتلونکي شنبې تر ورځي پوري کابينه معرفي نه سي د حکومت په اړه به خپل دريځ معلوم کړي.