1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د حلب د ملکي وگړو له پاره نوې هیله

۱۳۹۵ آذر ۲۹, دوشنبه

د رپوټونو له مخي له حلب څخه د شلو سرویسونو یو کتار وتلی او همداشان د یاغیانو له لوري له کلابندو شوو کلیو څخه په سونو خلک وځي. د ملگرو ملتونو امنیت شورا حلب ته د څارونکو د لیږلو، یو پریکړه لیک چمتو کوي.

https://p.dw.com/p/2UVBU
Syrien Evakuierung aus Aleppo
انځور: picture-alliance/Photoshot/A. Safarjalani

د سوریې د حکومتي ځواکونو له خوا د حلب ختیځه څنډه کلابنده ده چې پکښې لا هم په زرونو ملکي کسان په یخه هوا کې شپې او ورځي سبا کوي. له دغه ځايه د خلکو راایستل له ځنډ سره مخامخ ول، خو د دوشنبې په ورځ دغه لړۍ بېرته پېل شوه.

د حلب په لویدیځ کې د کسانو د تخلیې له پاره په مشخص شوي ځای کې ډاکټر احمد دبیس ویلي دي: «شا او خوا شل سرویسونه چې پکښې خلک سپاره ول، رارسیدلي دي.» دغه ډاکټر د هغه یوه ټیم مشري کوي چې پکښې ډاکټران او داو طلب کسان د خلکو راایستل همغږي کوي. هغه زیاته کړې ده چې په دغه ځای کې اوس له ۱۲۰۰ څخه تر ۱۳۰۰ پورې کسان شته. خبري آژانسونو د نوموړي له قوله ویلي دي ځینې کسان په «هیبتناک وضعیت» کې دي.

نوموړي ډاکټر ویلي دي: «هغوی څه نه دي خوړلي، د څښاک له پاره یې څه نه درلودل، ماشومان زکام شوي دي آن هغوی د دې توان نه لاره چې تشناب ته ولاړ شی.»

لندن مېشته د بشري حقونو د څار سوریایي سازمان، دا خبره تائید کړې ده چې له حلب څخه د خلکو د راایستلو لړۍ پېل شوې ده.

د یکشنبې په ورځ د سوریې پوځ د جگړې له سیمې څخه پنځو سرویسونو او لږ تر لږه یوه امبولانس ته د تگ اجازه ورکړې وه.

S
په حلب کې د یکشنبې په ورځ سرویسونه د کسانو لیږدولو ته انتظار باسيانځور: picture-alliance/Photoshot/Y. Zhen

په عین وخت کې د آی اچ اچ، په نوم ترکي خیریه سازمان د یکشنبې په ورځ خبر ورکړی وو چې د راشدین سیمې ته په رارسېدلو سرویسونو کې شاو او خوا ۴۰۰ خلک ول. د ورکړل شوو رپوټونو له مخې د دغه هیواد په شمال لویدیځ کې د یاغیانو له لوري د کلابندو شوو سیمو الفوعه او کفریا څخه په لسو موټرو کې هم ملکي کسان راوتلي دي.

د یکشنبې په ورځ پر یوه توافق سربیره له حلب څخه د ملکي کسانو انتقالول له ځنډ سره مخامخ شوي. د هغې علت د حلب په گاونډي ولایت ادلیب کې په ظاهري توگه پر سرویسونو باندې برید ښوول شوی وو.

د دیپلوماتانو د وینا له مخې د ملگرو ملتونو امنیت شورا ښایي د دوشنبې په ورځ حلب ته د څارونکو د استولو یوه پریکړه تائید کړي. په اصل کې دغه کار باید د یکشنبې په ورځ شوی وای. خو په نیویارک کې دغه رای اچونه وروسته له هغې وځنډوله شوه، چې روسیې د فرانسې له لوري وړاندې کړی شوی پریکړه لیک د یوه «ناورین» په توگه ياد کړ.

په ملگرو ملتونو کې د فرانسې سفیر ویلي دي چې په امنیت شورا کې ۱۵ هیوادونه د پریکړه لیک پر مصودې باندې راضي شوي او په وینا یې په ملگرو ملتونو کې د روسیې سفیر ویتالي چورکین هم هغه «ښه» ارزولې ده.

په ملگرو ملتونو کې د امریکا متحدو ایالاتو سفیري سمنتا پاور د خپلو معلوماتو له مخې هغه د دغه پریکړه لیک د تصویبدو اټکل کوي. ملگري ملتونه اټکل کوي چې د سوریې په حلب ښار کې د یاغیانو تر کنترول لاندې وروستۍ کوچنۍ سیمه کې ښايي ۴۰ زره ملکي کسان وي. دغه سیمه په وروستیو کې د سوريې رژیم د ځواکونو له لوري چې د روسیې هوایي ملاتړ ورسره دی، د سختې جگړې شاهده وه.

نور مطالب: