1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"د حقاني ډله بايد ترهگر سازمان و نومول سي"

۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۳, شنبه

امریکايي سناتورانو د دغه هیواد د بهرنیو چارو له وزیري څخه وغوښتل چي د حقاني ډله د یوه بهرني ترهګر سازمان په نوم وپیژني. دغي شبکې په افغانستان کي پر میشتو امریکایي ځواکونو باندي د یو شمیر بریدونو پړه پر غاړه اخیستې ده.

https://p.dw.com/p/14uEB
انځور: AP

دیموکرات سناتور دیاني فاینستاین، تیره اوونۍ له یو شمیر نورو امریکايي سناتورانو سره یوځای افغانستان ته سفر وکړ او له افغان ولسمشر حامد کرزي، په کابل کي د امریکا سفیر راین کروکر او یو شمیر نورو امریکایي چارواکو سره ئې ولیدل.

تر دې سفر وروسته ځینو دیموکراتانو د امریکا د بهرنیو چارو وزیري هیلري کلنتن، ته یو لیک واستوه. هغوی په خپل لیک کي ویلي دي چي د حقاني ډله په افغانستان کې پر امریکايي پوځیانو بریدونه تر سره کوي او په سیمه کي د بېگناه خلکو ژوند په خطر کي اچوي:

«موږ پوهیږو چي ښایي پخوا په اداره کي د (ترهگري ډلي په توګه) د حقاني شبکې له نومولو سره نا خوښيي موجوده وه ځکه چي افغانستان او پاکستان ته د امریکا ځانگړي استازي مارک گروسمن هڅه کوله چي له طالبانو سره د سولي یو تړون ته ورسیږي چي پکښي یا خو د حقاني ډله هم شامله وه او یا ئې تر تأثیر لاندي راتله.»

تیره میاشت په کابل کې د امریکا سفیر د کابل د وروستیو بریدونو پړه د حقاني پر ډلې واچوله.
تیره میاشت په کابل کې د امریکا سفیر د کابل د وروستیو بریدونو پړه د حقاني پر ډلې واچوله.انځور: AP

هیلري کلنتن ته د سناتورانو په لیک کي راغلي دي چې تیره اوونۍ هغوی ته په کابل کي د امریکا سفیر راین کروکر، وویل چي د تیر کال له وروستیو میاشتو راهیسي د طالبانو اوامریکا تر منځ خبري اتري نه دي شوي. سناتورانو زیاته کړې ده:

«کرزي د دغو خبرو اترو له دوام سره مخالف کړی وو. نو اوس د دې له پاره هیڅ دلیل نه شته چي د حقاني ډله د یوه بهرني ترهگر سازمان په نوم و نه نومول شي. موږ په عاجله توگه د دغه کار د تر سره کیدو غوښتنه کوو.»

سناتورانو ویلي دي چي د کلنتن ادارې هغوی ته د تیر کال په نومبر میاشت کي ویلي ول چي د ترهگر سازمان په توگه د حقاني د ډلې د نومولو په وروستیو پړاونو کي دي. خو د دوی په خبره اوس چي له هغه وخته شپږ میاشتي تیري شوي دي او د حقاني ډله پر امریکايي ځواکونو باندي خپلو بریدونو ته دوام ورکوي، بیا هم په دې برخه کي کوم کار نه دئ تر سره شوی.

امریکا د حقاني پر ډلي تور لگوي چي په افغانستان کي ناامنیو ته لمن وهي او پر امریکايي ځواکونو باندي بریدونه تر سره کوي. تیره میاشت په افغانستان کي د امریکا سفیر راین کروکر، د کابل د وروستیو بریدونو پړه د حقاني پر ډلي واچوله او ویویل چي دا بریدونه د پاکستان په شمالي وزیرستان کي پلان شوي ول.

که د امریکا دولت د حقاني دله د یوه ترهگر سازمان په نوم وپیژني نو له دې ډلې سره مرسته کول او له هغوی سره اړیکه درلودل به په امریکا کې جرم وگڼل شي.

په همدې حال کې یوه امریکايي جمهوري غوښتونکي سناتور دانا، وړاندیز کړی دئ چې د ټولو هغو امریکایي سرتیرو یو لیست دې جوړ شي چې د حقاني د ډلې په بریدونو کې وژل شوي دي. د دې سناتور د وړاندیز له مخې باید د هر وژل شوي امریکایي سرتیري په بدل کې امریکا پر پاکستان خپلې پنځوس میلیونه ډالر مرستې بندې کړي او هغه د وژل شوې سرتیري کورنۍ ته ورکړي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض