1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د حج په مراسمو کي د تراژديو تاريخ

د فرانسې خبري آژانس۱۳۹۴ مهر ۲, پنجشنبه

سږکال د حج په مراسمو کي شاوخوا ۴۵۳ حجيان وژل سوي او په سونو نور ټپيان سوي دي. دلته به د حج په مراسمو کي چي هرکال نژدې دوه ميليونه حجيان گډون پکښې کوي تراژديو ته لنډه کتنه وکړو.

https://p.dw.com/p/1GcXa
انځور: Reuters/A. Masood

د ۲۰۱۵م کال د سپتمبر مياشتي ۲۴مه: په مينا کي چي حجيان درې ورځي پاتيږي د شيطانانو د په شگو ويشتلو پر مهال په گډوډۍ کي ۴۵۳حجيان وژل سوي او په سونو نور ټپيان سوي دي. تقريباً دوې اوونۍ دمخه د مکې شريفي په مسجد کي د تېز باد او باران پرمهال د يوه جرثقيل د رالوېدو په پېښه کي ۱۰۹ کسان ووژل سول.

د ۲۰۰۷م کال د جنورۍ مياشتي ۶مه: د ښار په منځ کي د یوه هوټل د نړېدو په پېشه کي ۷۶ انسانان ووژل سول. د همدې کال د جنورۍ مياشتي پر ۲۱مه نېټه ۳۶۴ حجيان په مينا کي د شيطانانو په شگو ويشتلو پر مهال ووژل سول.

د ۲۰۰۵م کال د جنورۍ ۵مه: درې حجيان په مينا کي د ډبرو ويشتلو په مراسمو کي ووژل سول.

د ۲۰۰۴م کال د فيبروري مياشتي اوله: ۲۵۱حجيان د شيطانانو د په شگو ويشتلو پر مهال ووژل سول.

د ۲۰۰۳م کال د فيبروري مياشتي ۱۱مه: ۱۴حجيان چي شپږ ئې ښځي وې د ډبرو ويشتلو په مراسمو کي ووژل سول.

د ۲۰۰۱م کال د مارچ مياشتي ۱۱مه: په مينا کي ۳۵حجيان ووژل سول چي ۲۳ ئې ښځي وې.

د ۱۹۹۸م کال د اپريل مياشتي ۹مه: تر ۱۱۸ زيات حجيان په مينا کي د عبادت پرمهال ووژل سول او تر ۱۸۰ زيات ټپيان سول.

د ۱۹۹۵م کال د می مياشتي ۷مه: درې حجيان هغه مهال ووژل سول او ۹۹ نور ټپيان سول چي په مينا کي يوې خيمې اور واخيست.

د ۱۹۹۴م کال د می مياشتي ۲۴مه: د شيطانانو په شيگو ويشتلو پرمهال ۲۷۰ حجيان ووژل سول.

د ۱۹۹۰م کال د جولای مياشتي ۲مه: ۱۴۲۶ حجيان هغه مهال ووژل سول چي په مينا کي په يوه تونل کي د تېرېدو پر مهال د هوا د تهويې سيستم خراب سو. د وژل سوو کسانو ډېری د اسيايي هيوادونو ول.

د ۱۹۸۹م کال د جولای مياشتي ۱۰مه: د مکې شريف تر ستر مسجد دباندي په دوو غبرگو چاودنو کي يو حاجي ووژل سو او ۱۶ نور ټپيان سول. د دې پيښي په تور ۱۶ کويټي شيعه گان ونيول سو او یوه اونۍ وروسته اعدام سول.

د ۱۹۸۷م کال د جولای مياشتي ۳۱مه: د سعودي امنيتي ځواک د ايراني حجيانو غير قانوني اعتراض وټکاوه او ۴۰۰ انسانان پکښې ووژل سول چي نژدې ۲۷۵ ئې ايرانيان ول.

د ۱۹۷۹م کال د نومبر مياشتي ۲۰مه: د سعودي عربستان په سوونو وسله والو مخالفانو پر ستر مسجد يرغل وکړ او هلته ئې ډېر حجيان يرغمل کړل. په دغه يرغل کي د رسمي شمېرو له مخي ۱۵۳ کسان ووژل سول او تر ۵۶۰ زيات ټپيان سول.

د ۱۹۷۵م کال په دسمبر مياشت کي: مکې ته نژدې د حجيانو په يوه کمپ کي د گازو ډبې چاودلو له کبله په رامنځته سوي ستر اور کي نژدې ۲۰۰ حجيان ووژل سول.