1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جگړې له قربانیانو سره د مرستې هڅه

۱۳۹۱ مهر ۱۱, سه‌شنبه

امیر محمد (انځور) په یوه ځانمرگي برید کې د خپلې کورنۍ شپږ غړي له لاسه ورکړل. هغه اوس له سخې غریبي سره مخامخ دئ. تر اوسه پورې له امیر محمد سره کوم سازمان مرسته نه ده کړې خو د خوست ځوانانو هغه ته د مرستې لاسه اوږد کړی دئ.

https://p.dw.com/p/15fP5
انځور: DW

د ایتا کلن صوفي امير محمد کورنۍ په سخت غوربت کې ژوند کوي او له ډیرو ستونزو سره لاس او ګریوان ده. نوموړي خپل شپږ اولادونه تیره میاشت په یوه ځانمرګي برید کې له لاسه ورکړل. په دې برید کې د امیر محمد پر اولادونو سربیره ۱۴ تنه نور افغانان او درې تنه امریکایي سرتیر هم ووژل شول. برید ۴۰ تنه نور کسان ټپیان هم کړل.

صوفي امير محمد وايي چې په دې برید کې د هغه زامن او لمسیانو خپل ژوند له لاسه ورکړي دﺉ. د هغه په خبره د کورنۍ غړي ئې ټول د موچیتوب په کاروبار اخته ول چې د خپلې کورنۍ له پاره نفقه پیدا کړي.

په افغانستان کې ډیر وخت ملکي وگړي د یاغیانو په بریدونو کې وژل کیږي. یاغیان ډیر وخت پر افغان او بهرنیو ځواکونو باندې د برید کولو په موخه د سړک د غاړې له ماینونو او ځانمرگو بریدونو نه کار اخلي. په دې دواړو ډولو بریدونو کې ډیر شمیر ملکي وگړي خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د دغه شان بریدونو قربانیان ډیر وخت یوازې په خبرونو کې یادیږي او کوم اورگان د هغوی د کورنیو نورو غړو ته د مرسته لاس نه اوږدوي.

د صوفي امیر محمد د کورنۍ ټول هغه غړي چې پیسې ئې گټلې د خوست ولایت په وروستي برید کې وژل شوي دي او له همدې کبله اوس هغوی په فقر کې ژوند کوي.

د امیر محمد د کورنۍ باتې غړي
د امیر محمد د کورنۍ باتې غړيانځور: DW

امیر محمد وایي چې تر اوسه پورې ورسره هیڅ کوم دولتي او یا هم غیر دولتي اورگان مرسته نه ده کړې. خو د خوست ولایت ځوانانو له دغې کورنۍ سره د مرسته کولو هڅه کړې ده. هغوی له دې کورنۍ سره له خپلو شخصي پیسو څخه د خوراکي موادو او نورو ضروري توکو مرستې وکړې.

د دې ځوانانو په استازيتوب يوه تن چې محمد الياس نومیږي وایي چې دا کار ئې د اسلامي او ملي احساس له مخې کړى دئ. هغه وویل چې د خوست ولایت ځوانانو د امیر محمد له کورنۍ سره د ۴۰ زره افغانیو مرسته کړې ده.

محمد الیاس د خوست او افغانستان پر نورو ځوانانو باندې غږ کوي چې له امیر محمد او هغه ته ورته نورو کسانو سره مرسته وکړي. د هغه په خبره افغانان باید تل د دولت او بهرنیو مرسته ته په تمه نه وي او پخپله هم باید تر خپل توان پورې هڅې وکړي.

صوفي امیر محمد د مزارشريف اصلي اوسيدونکی دئ چې اوس د خوست ښار په لويديځه څنډه کې په يوه کنډواله کور کې ژوند کوي.

فرید الله ظاهر/ دویچه ویله
کتونکی: مسعود جهش