د جګړې څخه د لاس اخيستو نوی پروګرام د ناکامۍ سره مخامخ دی
۱۳۸۹ مرداد ۱, جمعهد طالبانو پرابلم په افغانستان کښي داسي په اسانه سره نسي حل کيدلی . بل دا چي دغه پروګرام اصلاً يو نوی کار ندی . هغه داولي پلا دپاره په اتياوومو کلو کي دهغه وخت د کمونستي رژيم لخوپه افغانستان کښي رامنځ ته سو ، په هغه وخت کښي د کابل حکومت چي د اشغال ګر شوروي اتحاد لخوا ورسره کومک کيدی، دا هڅه درلوده چي د ډيرو پيسو په ورکولو سره مجاهدين د غرونو څخه راکښته او د جنګ څخه لاس واخلي . خو دغه کوښښونه بريالي نسول .
د 90مو کلو په پيل کې مجاهدينو کابل ونيوی ، او ډاکټر نجيب اله چي ددغه پروګرام پيل کونکی او نوښتګر ؤ، په ډيربي رحمانه ډول سره د طالبانو لخوا ووژل سو . اصلأ د افغانستان اوسنی جمهور رييس حامد کرزي ، پنځه کاله دمخه د جګړې څخه د لاس اخيستو پروګرام په غير رسمي ډول رامنځ ته کړی ؤ ، خو نتيجه يې ورنکړه . او اوس بيا بايد په ميلونو په اصطلاح ميانه روه طالبان چي په خارج کي ژوند کوي ، د دښمنانو پر ځای دوستان او انډيوالان سي ، خو دا خبره پوره د غور وړ نده .
ميانه روه طالبان په اصل کې وجود نلري . يوطالب هغه څوک دی چي پر ملا عمر ، يعني ددوی اميرالمومنين او مذهبي لارښود او لاره باندي د باور قسم کړيدی ، دی بايد بيله مقاومت څخه د خپل مذهبي لارښود امرونه عملي کړي . بين امللي ټولنه نسي کولی دغه مذهبي تندلاري په پيسو رانيسي .
کوم طالبان چي راتښتيدلي دي او د حکومت سره يو ځای سويدي ، د دوی دپاره بايد په افغانستان کي د کار وبار ښه شرايط برابر سي .
تر څو خپله آينده او راتلونکی جوړه کي .
د افغانستان تقريبأ 70 فيصده نفوس د 30 کلو څخه د کم عمر لرونکي دی ، اوپه ميلونو دغه ځوانان په داسي يو هيواد کي چې هلته سمه زيربنا هم نسته ، نسي کولای چې د 600 ميلونو ډالرو په واسطه د کار او ډوډی خاوندان سي .
د جنگ څخه د لاس اخيستو دغه پروګرام به په حقيقت کي د افغانستان د مشکلو حالاتو په نظر کي نيولو سره يو وار بيا د ناکامۍ سره مخامخ سی . ځکه چې دا يو درست اود ژور فکر پروګرام ندی ، بلکه د افغانستان د حکومت او بين امللي ټولني د ناتوانی يو توليد دی .
رتبيل / گرديوال
کتونکی : محمد قاسم نوري