1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جي شل په سرمشريزه کي فرانسه او المان غواړي پر نور باندي فشار راوړي

۱۳۸۸ فروردین ۱۳, پنجشنبه

لومړۍ وزیري ميرکل او د فرانسې جمهوررييس نیکولاسرکوزي د سر مشریزي له پرانیستلو څخه مخکي،په ګډه یو مطبوعاتي کنفرانس کي د نړیوال مالي بازار د ټینګ کنترول له پاره د ټنیګو مقرراتو غوښتنه وکړه...

https://p.dw.com/p/HOz3
د جرمني لومړۍ وزيره مېرمن ميرکل او د فرانسې لومړی وزير نيکولا سرکوزي
د جرمني لومړۍ وزيره مېرمن ميرکل او د فرانسې لومړی وزير نيکولا سرکوزيانځور: AP

پرون په لندن کي د جي شل سر مشریزه پیل شوه. شل يې په دې بولي چي په هغه کي د نړۍ اته ستر صنعتي هیوادونه د امریکا متحده ایالات، آلمان ، فرانسه ، انګلستان ایتالیا، جاپان، کانادا او روسیه او د صنعتي کیدو په درشل کي نور هیوادونه چي په هغو کي چین، هند، برازیل او د نړۍ ځیني نور تر یوه حده صنعتي او شتمن هیوادونه ګډون لري. دغه ډله چي اوس په جي شل مشهوره شوې، غواړي چي د نړۍ روان مالي او اقتصادی کړکیچ ته د حل یو لاره پیدا کړي.

خو دا کړکیچ دومر ژور او ستر دی چي د حل د لاري میندل يې ستونزمنه کړې ده. تر اوسه پوري پر کومي مشخصي روغي جوړي باندي خوښه نه ده شوې. که څه هم په لومړۍ ورځ کي د هغوی تر منځ غونډي او لیدني کتني تر زياتي کچي تشریفاتي حیثیت درلود، خو داسي ښکاري چي د حل د لاري په میندولو کي همدا اوس اختلاف موجود ؤ.

د آلمان لومړۍ وزیري انګلا ميرکل او او د فرانسې جمهور رييس نیکولاسرکوزي د سر مشریزي له پرانیستلو څخه مخکي،په ګډه یو مطبوعاتي کنفرانس کي د نړیوال مالي بازار د ټینګ کنترول له پاره او د ماليې له ورکړي څخه د شتمنو خلکو د تېښتو د مخ نيوي له پاره د ټنیګو مقرراتو غوښتنه وکړه. ميرکل خبرداری ورکړ چي د مالي بازارونو د مقرراتو د ټاکولو له پاره د لارو چارو ميندل ګواکي د څارویو د خرڅلاو بازار نه دي.

«زه فکر کوم چي دلته د کومي غوا پر سر د سوداګرۍ یا معاملې خبره نه ده،موږ دلته د جي شل نومي ډلي د غړو په توګه په دې سرمشریزه کي یو ګد تفاهم ته باید ورسيږو، ترڅو دغسي یوکړکېچ بیا سر را پورته نه کړي.»

داسي ښکاري چي په دې سر مشریزه کي جرمني او فرانسې يوګډ دریځ غوره کړي وي. د فرانسې جمهور رييس سرکوزي له ميرکل سره یو ځای په یو ګډ مطبوعاتي کنفرانس کي وویل:

«آلمان او فرانسه غواړي چي د مالي بازارونو له پاره د مقرراتو د ټاکلو اصل د يو اصلي هدف په توګه وګرځي»

د المان د ماليې وزير،پيتر شټاین برووک وويل چي هغه ډاډه دی چي په دې سر مشريزه کي نور هيوادونه همداسي غواړي چي هيڅ مالي بازار وروسته له دې بې کنټروله پاته نه سي.

برتانيه ددې سر مشريزي کوربه توب په غاړه لري. د هغه هيواد لومړی وزير، ګوردان بروان د متحده ايالاتو له جمهور رييس بارک اوباما سره وليدل.هغوی نن سهار د سبا نهاري په وخت کي ډاډ څرکند کړ چي د نړۍ مشران به په دې سر مشریزه کي هرومرويوې موافقې ته ورسيږي تر څو څرنګه له روان مالي کړکېچ سره لاس اوپنجه نرمه کړي.

gu/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل