1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جون شلمه د نړيوالو مهاجرو ورځ

۱۳۸۹ خرداد ۳۰, یکشنبه

ملګرو ملتو د جون شلمه د نړيوالو مهاجرو د ورځي په نامه اعلان کړي ده. سږ کال هم د اروپا د پناه وړنکو سياست د ملګرو ملتو د کډوالو لپاره د عالي کميشنري او د يو شمير نړيوالوغيرحکومتي سازمانونو تر نيوکو لاندي راغلي دی.

https://p.dw.com/p/Nxtw
له خپلو هیوادونو لالهانده کډوال
له خپلو هیوادونو لالهانده کډوالانځور: dpa

په دي هکله د ايتاليا د حکومت د پناه وړنکو په وړاندي ناخوال سياست ښه نمونه ده.

مخکي له دي چي په دي موضوع باندي په تفصيل وغږيږو يو ځل به ايتاليا ته لاړ شو او يواځي دوه ورځي مخکي له افريقا او آسيا څخه د پناه وړنکو بهير به وڅارو:

« د جون اولسمه»

« يوي کوچني بيړي کي په لس ګونو کډوال سپاره دي. له يو لا لهانده او کړوانو ډک مزل څخه وروسته د ايتاليي د سيسلي ټاپو څنډي ته له رسيدو سره، د امنيت د خبرداري زيګنال راپاروي. سرحدي محافظين له خپلو بيړيو او څرخي الوتکو سره د هغوي په لټه پسي وځي، خو هيڅ شي نه پيدا کوي.»

« د جون اتلسمه»

« د Bari په بندر کي د ايتاليا د ګمرک محافظين په يوي لاري کي لس پناه وړونکي کشفوي چي له افغانستان او ايران څخه راغلي دي. دا چي دغي لاري په يو بيړي کي له يونان څخه دا کډوال راوستي دي، هغوي بيرته يونان ته استول کيږي.»

بيا د جون اتلسمه»:

« د Linosa په ټاپو کي «کارابينيرو» چي د ايتالوي امينتي پوليسو نوم دي، په يوي کوچني بيړي کي 14 پناه وړونکي چي لانده خيشته دي او ريږدي وموندل.»

دا ټول د تيرو دو ورڅو خبرونه دي چي له ايتاليا څخه د کډوالو په هکله ورکول کيږي.

هغه کډوال چي په بيړيو کي د سيسلي ټاپو کي موندل کيږي، که چيري له رسيدو مخکي اوبو کي ډوب نه شي، له ژغورلو څخه وروسته بيرته هغه ځاي ته استول کيږي چي خپل سمندري سفر يي پيل کړي دي.
هغه کډوال چي په بيړيو کي د سيسلي ټاپو کي موندل کيږي، که چيري له رسيدو مخکي اوبو کي ډوب نه شي، له ژغورلو څخه وروسته بيرته هغه ځاي ته استول کيږي چي خپل سمندري سفر يي پيل کړي دي.انځور: dpa

خو په ايتاليا کي د غير قانوني کډوالو او پناه وړنکو موضوع اوس چندان د پاملري وړ نه ده. دليل واضح دي. هغه دا چي د ايتاليا حکومت تيرکال د پناه وړنکو په وړاندي په خپل قانون کي ژور بدلون راوست. د دغه قانون له مخي په هغه شيبه چي غير قانوني کډوال د ايتاليا هوايي، ځمکني او سمندري سرحدونو ته ورسيږي، په هماغه شيبه هغوي بيرته هغه ځاي ته استول کيږي چي راغلي دي. هغه کډوال چي د بيړيو په واسطه ايتاليا ته رسيږي. سمدلاسه بيرته لبيا ته استول کيږي.

په ايتاليا کي هيڅوک د حکومت پر دغه سياست باندي نيوکه نه کوي. يواځني نيوکه د کليسيايي ټولنو او د بشري حقونو د سازمانونو له خوا عنوان شوي ده.

لارينس جولز په جنوبي اروپا کي د ملګرو ملتو د کډوالو لپاره د عالي کميساري استازي له ايتاليا څخه د کډوالو د سمدلاسه ايستلو ته ګوته نيسي:

« غټه ستونزه دا ده چي ټول بيرته استول کيږي، د اړ او نا اړ ترمنځ توپير نه کيږي، دا نه ګوري چي رښتيا څوک له مجبوري ورځي دلته راغلي دي. دا دير ناوړه چلند دي.»

هيچا ته موقع نه ورکوله کيږي چي د مهاجرت لپاره يواځي غوښتنليک وړاندي کړي. دا په ښکاره توګه د کډوالو لپاره د ژنيف له منشور څخه سرغړونه ده. حتي هغه کسان چي د مديتراني د سمندرګي د Linosa په ټاپو کي ايتالوي پوليسو ته تسليميږي، هغوي ته هم موقع نه شته چي د پناه غوښتنه وړاندي کړي. هغوي هم مجبوره کيږي چي په ګوډو او ماتو کوچنيو بيړيو کي لالهانده او د مرګ له خطر سره جوخت سفر بيرته د افريقا په لور حرکت پيل کړي.

هغه کډوال چي په بيړيو کي د سيسلي ټاپو کي موندل کيږي، که چيري له رسيدو مخکي اوبو کي ډوب نه شي، له ژغورلو څخه وروسته بيرته هغه ځاي ته استول کيږي چي خپل سمندري سفر يي پيل کړي دي. په همدي وجه اوس دير انساني قاچاق وړونکي له ډيرو کوچنيو بيړيو څخه کار اخلي او له کډوالو يي ډکوي او په ستر طوفاني سمندر کي لا لهانده سفر ته مخه کوي.

د کډوالو پلوي سازمانونه وايي چي د پناه وړنکو په وړاندي د ايتاليا سياست دغه ډول سفرونه نور هم د مرګ له خطرونو سره مخامخ کړي دي.

شتيفان تريوندله/ عبدالباري حکيم

کتونکي: رحيله اميري