1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

د جهادیانو د کورنیو تر سلو ډیر غړي کوسوو ته ستانه شوي

۱۳۹۸ اردیبهشت ۱, یکشنبه

د کوسووو حکومت له سوریي څخه د څلورو تنو جهادیانو په ګډون تر سلو ډیر کسان بیرته خپل هیواد ته راوستلي دي. امریکا پر نورو هیوادونو هم غږ کړی دی چې له کوسوو څخه په تقليد کولو سره خپل جهادیان بیرته واخلي.

https://p.dw.com/p/3HAmy
Syrien Frauen beim Islamischen Staat
انځور: Getty Images/AFP/D. Soleilman

په کورنۍ جګړه کې له ښکیل هیواد سوریي څخه کوسووو ته د بیرته ستانه شویو کسانو شمیر ۱۱۰ تنه ښودل شوی دی. په دې ډله کې هغه ۴ تنه جنګیالي هم شامل دي چې په جګړو کې د برخه اخیستنې په موخه له وسله والو ډلو سره یوځای شوي ول.

تر ۲۰۱۲م کال وروسته د دې هیواد ۳۰۰ جهادیان سوریي ته تللي وو چې ۷۰ تنه یي وژل شوي دي. اوس د کوسووو ۸۷ تنه اتباع د سوریي په شخړیزو سیمو کې بند پاتې دي.

د کوسوو د عدلیي وزیر ابیلارد طاهر په حواله د جهادیانو د بیرته ستنولو حساس ماموريت د امریکا په مرسته بشپړ شوی دی. نوموړي د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې د امریکا د مرستې د نوعیت په اړه له څه ویلو څخه ډډه وکړه. کوسوو ته د دغو جهادیانو پر لیږدونکي الوتکې د امریکا بیرغ له ورایه معلومیده.

د پرشتینایایي چارواکو په حواله په دغو ۱۱۰ کسانو ۴ جنګیالي،۷۴ ماشومان او ۳۲ ښځې شاملې دي. څلور تنه جهادیان د پلازمېنې پرشتینا په هوایي ډګر کې له الوتکې څخه تر ښکته کیدو سمدستي وروسته د پولیسو له خوا وینول شول.

د چارواکو په حواله په راتلونکو ورځو کې به نیول شوي کسان په نظامي محاکمه کې ځواب ووایي، چې تفصيل به یي ډیر ژر عام کړای شي.

امریکا د کوسوو د حکومت د دې پریکړې ستاینه کړې او پر نورو هیوادونو یي غږ کړی دی چې دوی دې هم خپل هغه اتباع تسليم شي چې اوس په سوریه کې بندیان دي. د اروپایي هیوادونو په ګډون یو شمیر نور هیوادونه تر اوسه پورې دا پریکړه نه شي کولی چې د سوریي په جګړه کې خپل نیول شوي اتباع په کوم حیثیت سره بیرته واخلي.

د امریکا له ملاتړ څخه برخمن د سوریي د دیموکراتیک ځواکونو له خوا په سوریي کې د « اسلامي دولت» یا داعش ډلې د په خپل سر جوړ کړي خلافت مرکز «الرقه» تر تصرف وروسته، د دغې ډلې په سلګونو بهرني جنګیالي اوس د سوریي دیموکراتیک ځواکونو سره بندیان دي.

د کوسوو ۹۰ سلنه وګړي مسلمانان دي او په ۲۰۰۸ م کال کې یي له سربیستان څخه تر جلا کیدو وروسته خپلواکي اعلان کړه. په ظاهره کې دغه اکثریت مسلمان میشته هیواد یوه سکولاره ټولنه ګڼل کیږي. 

آژانسونه/ ش. ن