1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جنوري ۲۷، د یهودیانو د عام وژني د یادون ورځ

۱۳۹۰ بهمن ۷, جمعه

د آلمان فدرالي شورا نن په یوه دودیزه غونډه کي د هولوکاست د ملیونونو قربانیانو یادون وکړ. د نازي آلمان د واکمنۍ په موده کي په ملیونونو یهودیان د انسان وژنې په کمپونو کي ووژل شول.

https://p.dw.com/p/13rv3
د هتلر د واکمنۍ په موده کي څه د باندي شپږ میلیونه یهودیان ووژل شول
د هتلر د واکمنۍ په موده کي څه د باندي شپږ میلیونه یهودیان ووژل شولانځور: dapd

د دغو کمپونو له ډلي څخه یو ئې په پولینډ کي دئ چي د اوشویتز په نامه یادیږي. اوشویتز یو له هغو کمپونو څخه دئ چي د ادولف هیتلر د ناسیونال سوسیالست ګوند د واکمنۍ په موده کي په آلمان او اروپایي هیوادونو کي د یهودیانو او د نوموړي د واکمنۍ د مخالفینو د ربړولو او وژلو له پاره جوړ شوی وو. دغه کمپ د نازیانو له خوا د یهودیانو د عام وژني په سمبول بدل شوی دئ.

د آلمان په پارلمان کي د هولوکاست له قربانیانو څخه یادون وشو.
د آلمان په پارلمان کي د هولوکاست له قربانیانو څخه یادون وشو.انځور: picture-alliance/dpa

د تاریخي معلوماتو له مخي نازیانو یواځې د پولینډ اوشویتز کمپ ته څه د پاسه ۱.۳‍ ملیونه انسانان استولي ول چي څه د پاسه ۹۰۰ زره ئې د ګازو په داښونو کي ووژل شول. په دغه کمپ کي څه د پاسه ۲۰۰ زرو نورو بندیانو د شاقه کارونو، لوږې، ناخوالو روغتیایي شرایطو، کړولو او ربړولو په پایله کي خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د ۱۹۴۵ کال د جنوري پر ۲۷مه دغه کمپ د پخواني شوروي اتحاد د سره پوځ له خوا آزاد شو. په کمپ کي څه د پاسه ۷۰۰۰ انسانان چي وږي او تږي ساتل شوي ول په نیمژوانده حالت کي وموندل شول.

د دغه انسان وژونکي کمپ د آزادۍ ورځ یعني د جنوری ۲۷مه په آلمان کي د نازیانو د جنایتونو د غندلو او د قربانیانو د یادون د ورځي په توګه لمانځله کیږي.

د آلمان د فدرالي شورا (بوندستګ) رئیس، نوربرت لمرت، د نوموړې ورځي په مناست په جوړه شوي غونډه کي وویل: «د وان زي د کنفرانس ټاټوبی نن د ناسیونال سوسیالست گوند د واکمنۍ هغه یو یادون دئ چي موږ ته درس راکوي چي په آلمان کي ټول انسانان آزاد دي او له ویري پرته څخه د ژوند حق لري.»



د نازیانو د قربانیانو د یادون د ورځي په مناسبت د آلمان د فدرالي شورا غونډې ته د اصلی وینا کونکي په توګه مشهور لیکوال، مارسل رایښ رانیسکي، رابلل شوی وو. دی خپله د نازیانو د جنایتونو د شاهدانو له جملي څخه دئ.

رانیسکي اوس۹۱ کاله عمر لري. هغه پخپله زړه بوږئونکي وینا کي د هغو جنایاتونو یادون وکړ چي هغه پخپلو سترګو لیدلي ول. هغه د نازیانو د وارسا له کمپ څخه د «تریبلینکا» نومي انسان وژونکي کمپ ته د زرګونو یهودیانو لیږدولو ته اشاره وکړه او ویویل: «هیڅوک نه پوهیدل چي دغه ترانسپورت کومي خواته درومي. د کډوالو برخه لیک معلوم نه وو چي څه به ورسره کیږي. په پای کي د هر کډوال له پاره یوه جزا تعینه شوې وه. هغه د مرګ سزا وه.»

مارسل رایښ رانیسکي د یهودیانو عام وژنه په خپلو سترگو لیدلي ده.
مارسل رایښ رانیسکي د یهودیانو عام وژنه په خپلو سترگو لیدلي ده.انځور: picture-alliance/dpa
د اوشویتز د انسان وژني کمپ
د اوشویتز د انسان وژني کمپانځور: picture alliance/dpa

هغه وویل چي د ۱۹۴۲ کال د جولای پر ۲۲مه نیټه له غرمي مخکې د وژني نوموړي کمپ ته د زرګونو یهودیانو لیږد پیل شو او د نوموړي کال تر سپتمبر پوري ئې دوام وکړ.

د آلمان د فدرالي شورا رئیس په آلمان کي د ښي اړخو افراطیانو له خوا په تیرو لسو کلونو کي د یو شمیر بهرنیانو د قتل پیښو ته چي په تیر مني کي بربنډي شوي دي، اشاره وکړه او ویویل چي په نني آلمان کي دغه شان جنایتونه د زغملو وړ نه دي. لمرت د هغو کسانو ستاینه وکړه چي د ښي اړخو افراطیانو او نوو نازیانو پر ضد غږ پورته کوي.

د المان د فدرالي شورا په دغه غوڼده کي د آلمان ولسمشر کریسیتیان وولف، صدراعظمه انګلا میرکل، د آلمان د کورنيو استخباراتو رئیس او دولتي ارګانونو ځینو نورو لوړ پوړو چارواکو او د نازي جنایتونو د قربانیانو د ټولنو استازو هم ګډون درلود.

عبدالباري حکیم (دویچه ویله، آژانسونه)
کتونکی: مسعود جهش