1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جنوبي کوريا پر نوي مشر باندي تورونه بې ځايه وه

۱۳۸۶ اسفند ۲, پنجشنبه

د جنوبي کوريا د نوي مشر لي ميونگ باک د دندي د پيل څخه څلور روځي د مخه يوه ځانگړي څېړونکي کمېسيون، نوموړی د شوکي يا اختلاس له تورونو څخه خلاص کړی دئ

https://p.dw.com/p/DKBT
د دې کمېسيون غوښتنه له اولسمشريزه ټاکنو څخه دوې ورځي د مخه مخالف مشر لي د دسمبر په مياشت کي کړې وه
د دې کمېسيون غوښتنه له اولسمشريزه ټاکنو څخه دوې ورځي د مخه مخالف مشر لي د دسمبر په مياشت کي کړې وهانځور: AP

د کمېسيون مشر چونگ هو يونگ يوه تلويزيون ته په خپله مرکه کې په ډاگه کړې، چي نومول سوی اولسمشر نه د ونډو په لانجه کې لاس درلود او نه يې د خپلي شتمنۍ په باب غلط معلومات ورکړيدي

د دې کمېسيون غوښتنه له اولسمشريزه ټاکنو څخه دوې ورځي د مخه مخالف مشر لي د دسمبر په مياشت کي کړې وه .

سره له هغه هم دې 66 کلن ښکاره بری تر لاسه کړي او غواړي له تصديو څخه په ملاتړ سره د هغه هېواد اقتصاد ته نوره وده هم ورکړي