1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

د جنرال رازق پر کورو وسلوال برید مرګ ژوبله اړولې

۱۳۹۷ اردیبهشت ۱۶, یکشنبه

چارواکو د شنبې په ورځ وویل چې د قندهار د امنیې قوماندان جنرال رازق پر کور باندې د وسلوال برید په پایله کې درې بریدګر او د امنیې قوماندان دوه پولیس ساتونکي وژل شوي. په پیښه کې جنرال رازق او کورنۍ ته یې زیان نه دی رسیدلی.

https://p.dw.com/p/2xFe8
Afghanistan - Polizeichef der Proninz Kandahar Afghanistan, Abdul Raziq
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Khan

د قندهار ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند احمد ضیا دراني د برید په تړاو رسنیو ته وویل چې د امنیې قوماندان پر استوګنځاي باندې برید د شنبې په ورځ ماښام د ۷ بجو او ۳۰ دقیقو په شاوخوا کې پیل شو. د نوموړي په وینا لومړی یوه بریدګر له چاودیدونکو توکو ډک خپل موټر د جنرال رازق د کور په دروازه کې والوزوه چې له امله یې دوه پولیس سرتیري ووژل شول.

دراني د آلمان خبري آژانس ته وویل چې تر چاودنې وروسته په وسلو سمبال دوه پلي بریدګرو د امنیې قوماندان د کور پر دویمې امنیتې پوستې ډزې او برید پیل کړ چې تر یو ساعت وسلوالې نښتې وروسته دواړه بریدګر ووژل شول. د امنیې قوماندانۍ ویاند وايي چې ګمان کیږي بریدګر دې د وسلوالو طالبانو جنګیالي وي.

زیاته شوې ده چې د برید پر مهال امنیه قوماندان جنرال رازق په خپل کور کې نه وو او وسلوالو طالبانو تر اوسه پورې د برید په تړاو څه نه دي ویلي.

له طالبانو د ولسوالۍ بیرته نیول

بل لوري ته افغان امنیتي ځواکونو په بدخشان ولایت کې څو ورځې مخکې د طالبانو لاس ته لویدلې د کوهستان ولسوالۍ کنترول بیرته نیولی دی.

Afghanistan Kundus Flughafen ANA Kämpfer
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

د بدخشان ولایت د ملي امنیت رئیس سید جهانګیر کرامت، د آلمان خبري آژانس ته په دې هکله وویل چې د کوهستان ولسوالۍ د اضافي سرتیرو له رسیدو سره او له طالبانو سره تر یو ساعت وسلوالې جګړې وروسته، بیرته د حکومت کنترول ته راغلې ده. کرامت زیاته کړه چې په دې نښته کې افغان امنیتي ځواکونو ته کوم تلفات نه دي اوښتي. د ولایتي شورا غړي محبوب رحمن تلعت، هم د یادې ولسوالۍ بیرته نیول تائید کړي دي.

د وسلوالو طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد، بیا د ټویټر له لارې په یوه پیغام کې د افغان امنیتي ځواکونو له خوا د یادې ولسوالۍ نیول رد کړي او ویلي یې دي چې د کوهستان ولسوالۍ د بیرته نیولو جګړه په شا تنبول شوې او د نښتو په نتیجه کې د امنیتي ځواکونو ګڼ شمیر سرتیري وژل او ټپیان شوي دي.

د بدخشان ولایت د کوهستان ولسوالۍ د تیرې جمعې په ورځ له طالبانو سره د ۲۴ ساعته وسلوالې جګړې وروسته د طالبانو لاس ته ولویده. په دې نښته کې د پنځه پولیس سرتیرو وژل کیدل او د درې نورو ټپي کیدل تائید شوي وو. د همدې بدخشان ولایت د وردج او یمګان ولسوالۍ د یوې مودې راهیسې د طالبانو په ولکه کې دي.

دغه پیښه داسې مهال کیږي چې څو اونۍ وړاندې وسلوالو طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د خپلو پسرلنیو عملیاتو د پیل اعلان وکړ. د چارو شنونکي په دې باور دي چې وسلوالو طالبانو د خپلو عملیاتو په پیلولو سره د ولسمشر غني د سولې وړاندیز ته منفي ځواب ویلي.