1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جرمني پنځه ایالتونه د افغان مهاجرو اخراج ته زړه نا زړه دي

۱۳۹۵ بهمن ۱۸, دوشنبه

په دوو پړاونو کې د ځينو افغان مهاجرو تر اخراخ وروسته، د آلمان پنځه ایالتونه په دې برخه کې ترديد لري. د ځينو ایالتونو له خوا د رد شویو افغان مهاجرو د نه اخراجولو یو لامل په افغانستان خراب منیتي وضعیت بلل شوی.

https://p.dw.com/p/2X2NV
Deutschland Demo gegen Abschiebung nach Afghanistan in Hamburg
انځور: picture-alliance/dpa/D. Reinhardt

د «فونکه» په نوم رسینزي ډلي د رپوټ له مخي پر شلیسویګ هولشټاین او برلين ایالتونو سربيره اوس بریمن، نیدر زاکسن او راینلندزفالس ایالتونو هم د افغانستان امنیتي وضعیت ته په کتو سره د افغان مهاجرو د اخراج په برخه کې زړه نا زړه دي.

د نیدرزاکسن ایالت د کورنیو چارو وزارت په هانوور کې د دغې رسنیزې ډلې د پوښتنې په ځواب کې ویلي دي «په دې دلیل چې د افغانستان امیتي وضعه په کافي اندازه روښانه شوې نه ده، نو په دغسي شکمن حالت کې به د امنیتي وضعیت تر څرګندیدو پورې، دغه هیواد ته د مهاجرو بيرته لېږل ؤڅنډول شي.» البته ویل شوي دي چې دا خبره د هغو مهاجرو په برخه کې صدق نه کوي چي جرمنونه يې کړي وي او مجرم پېژندل شوي وي.

همدارنګه «فونکه» په خپل رپوټ کې زیاته کړې ده چې د راینلنډز فالس ایالت به هم اوس یوازي هغه افراد او مجرمان چې عامه امنیت ته خطر ګڼل کیږي، افغانستان ته بیرته واستوي.

د دغه ایالت د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي دي: «د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیسارۍ نوی رپوټ هم په دې برخه کې د کورنیو چارو وزارت د دغه دریځ ملاتړ کوي.»

د ملګرو ملتونو دغې ادارې په خپل وروستي رپوټ کې ویلي دي چې په دې وروستیو میاشتو کې د افغانستان امنیتي وضعیت لا زیات خراب شوی دی.

همدارنګه د بریمن ایالت هم ورته دریځ لري او دلیل یې د افغانستان امنیتي وضعیت ښودلی دی. د دغه ایالت د کورنیو چارو یوه ویاند ویلي دی: «اوس بریمن، افغانستان ته مهاجر نه اخراجوي. د هري دوسيې جلا جلا څېړل د دوی د اخراخ مخې ته خنډ جوړ شوی، چې امنیتي اندیښنې هم پکښې شاملیږي.»

له هغه وروسته چې د آلمان د کورنیو چارو وزارت د ۲۰۱۶م کال په اکتوبر میاشت کې له افغان حکومت سره د رد شویو مهاجرو د بیرته ستنولو په هکله موافقه لاسلیک کړه، دغه وزارت له ایالتي حکومتونو څخه وغوښتل چې په سستیماتیک ډول دې رد شوي افغانان بیرته افغانستان ته واستوي.

له آلمان څخه په ډله ایزه توګه د رد شویو افغان مهاجرو د بیرته ستنولو لړۍ د ۲۰۱۶م کال په ډسمبر میاشت کې پيل او د جنورۍ په میاشت کې یې هم ادامه پیدا کړه.

نور مطالب: