د جرمني مهم صاداراتي توکي
د جرمني شرکتونه په دې توانیدلي دي چي له خپلو صادراتي توکو نژدې یو بیلیون یورو عاید تر لاسه کړي. په دې انځوريز راپور کي د جرمني مهم صادراتي اقلام وړاندي کيږي.
ستري کښتۍ
دا ډول انځور څومره ښکلی ښکاري، کله چي یوه ستره بیړۍ له یوه کلیوالي کور څخه تیریږي. دغه بیړۍ د آلمان په پاپینبورگ کي جوړه سوې او د شمالي سمندر پر لور روانه ده، څو وروسته هلته په زرو سیلانیان ټولې نړۍ ته انتقال کړي.
مهم صادراتي توکي چي زیات د خوښي وړ نه دي
پرهغو صادراتي توکو لکه سپکو وسلو، اوبتلونو او یا هم ټانکونو باندي چي د «Made in Germany» ټاپه وهل سوې وي، که څه هم هغه ډیر خرڅیږي خو بیا هم د جگړه ایزو توکو په توگه د آلمانۍ ټولني د خوښي وړ توکي نه دي.
گټوره اوسپنه
د نوو احصایو له مخي تیرکال د جرمني په صادراتي اقلامو کي اوسپني اووم ځای لاره. د مثال په ډول «المونیوم»چي د نورو ترڅنگ د ککاو په پوښولو کی هم ورڅخه کار اخیستل کیږي، څو تازه وساتل سي. جرمنی په ۲۰۱۵م کال کی د ۵۰ میلیاردو یورو په ارزښت اوسپني صادرات لرل.
نور نقلیه وسایل
په هغو کي بیا د مثال په ډول د کثافاتو د انتقالولو وسیلې، لارۍ موټر، بسونه او په حقیقت کي ټول هغه وسایل راځي چي څلور او یا هم ډيري عرابې ولري خو موټران پکښي شامل نه دي. د دغو تولیداتو د خرڅلاو له لاري جرمنی په ۲۰۱۵م کال کی څه ناڅه ۵۷ میلیارده یورو عاید په لاس راوړی دی.
د درملو تولیدات
د جرمني د درملو صنعت په ټوله نړۍ کي ښه نوم لري. په درملو کي اوس هم د سلو کالو مخکي اختراعاتو څخه گټه اخیستل کیږي. د جرمني د گولۍ جوړلو صنعت، د ۷۰ میلیارده یورو په عاید سره ددغه هیواد د صادراتو لویه برخه جوړوي.
برقي سامان آلات
بریښنا کله کله خطرناکه وي. د هغه لږ تکان هم سړی زوروي او ډیر تکان یې زیاتره وخت حتی د مرگ سبب گرځي. خو د آلمان پر برقي سامان آلاتو باندي بیا باور ډیر دی. په ۲۰۱۵م کال کي دغه صنعت، د جرمني د صادراتو شپږ سلنه کېدله.
د ارقامو د ثبتولو آلې
د تقریباً ۱۰۰ میلیاردو یورو په عاید سره، دغي برخي د جرمني د صادراتو اته سلنه جوړوله. زیاتره شرکتونه د څو نسلونو له تجربو څخه کار اخلي او په ډیر لوړ تخنیکي او علمي کیفیت سره خپل سامان آلات تولید او صادروي.
کیمیاوي تولیدات
د جرمني کیمیاوي شرکتونه نه یوازي درمل صادروي، بلکي په مختلفو څانگو کي د استعمال له پاره گاز او اوبه مواد هم تولیدوي. په دې ډول هغوی څه د پاسه ۱۰۰ میلیارده یورو عاید په لاس راوړي. په تیره بیا د « Bayer» او «BASF» کمپنۍ د هغو لس سلنه برخه ده.
ماشینونه
جرمني د انجینیرانو هیواد دی. دا خبره به بې ځایه هم نه وي. د دغه هیواد د صادراتي اقلامو په نوملړ کي د ماشینونو صادرات دوهم ځای لري. د هغو عاید ۱۶۹ میلیارده یورو ته رسیږي. خو متأسفانه په نړۍ کی بیا په دې برخه کی لږ پانگونه کیږي.
خو د موټرو صادرات بیا وده کوي
آلمانان د هیڅ کوم بل صادراتي توکي څخه دومره زیاته گټه په لاس نه راوړي، لکه د فولکس واگن، بې ام ډبليو، پورشه او یا هم دایملر کمپنۍ د موټرو له خرڅلاو څخه. د لاریو او د هغو د پرزه جاتو د خرڅلاو څخه تیرکال ۲۲۶ میلیارده یورو عاید په لاس راغلی دی.